نن شپه د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ جالبه لوبه ترسره کیږي | خبریال

نن شپه د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ جالبه لوبه ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو د لوبلړي وروسته دواړو لوبډلو د پینځه شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل کړه.

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا د لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړي د جون د میاشتي په ٢٦ مه نیټه پیل شوه چي کوربه ویسټ انډیز لوبډلې دوه او میلمه سویلي افریقا لوبډلې هم دوه لوبي کټلي دي. نن شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه ترسره کیږي چي یاده لوبه د افغانستان پر وخت د شپي لس نیمي بجي ترسره کیږي.

د څلورمي لوبي جزییات

د لوبي ټاس یا بچه د سویلي افریقا لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ١٦٧ منډې ترلاسه او سویلي افریقا لوبډلې ته يي ١٦٨ منډې هدف ورکړه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره کیرون پولارډ او لینډي سمسون بهترینه توپ وهنه ترسره کړه. کیرون پولارډ په ٢٥ توپونو باندي يي ٥١ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي او لینډي سمسون په ٣٤ توپونو باندي يي ٤٧ منډې يي ترلاسه کړي.

د سویلي افریقا لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې تبریز شمسی او جورج لینډي دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

سویلي افریقا لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او په شل اورونو کې يي د نهو لوبغاړو په زیان يي ١٤٦ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د ٢١ منډو په توپیر ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي وکټله.

د سویلي افریقا لوبډلي لپاره کوینټین ډیکوک یواځيني لوبغاړي وه چي تر نورو لوبغاړو يي غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٤٣ توپونو باندي يي ٦٠ منډې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره براو څلور ویکټې او انډریو رسل دوه ویکټې ترلاسه کړی.

د لوبي غوره لوبغاړي کیرون پولارډ وټاکل شو نوموړي په توپ وهنه کې ٥١ منډو ترڅنک يي په توپ اچونه کې يي یوه ویکټه يي هم ترلاسه کړه.

د یادو لوبډلو ترمنځ پای لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت د شپي لس نیمي بجی ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ