د یورځینو لوبو هغه څلور لوبډلي چي زیاتي یورځیني لوبي يي بایللي | خبریال

د یورځینو لوبو هغه څلور لوبډلي چي زیاتي یورځیني لوبي يي بایللي

خبریال وېبياڼه / یوورځیني نړیوالي لوبي یا پینځوس اوریزي لوبي چي زیات تاریخ لري د یورځینو لوبو لومړي نړیواله لوبه په ١٩٧١ کال په جنوري کې ترسره شوي ده. همدارنګه یاده لوبه د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په میلبورن کې ترسره شوه.

تراوسه پوري په نړیوال کرکټ کي ټولي ٤٢٠٠ یورځيني لوبي ترسره شوي دي.

چي یادي لوبي په جریان د دولسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوي دي. چي د هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان ،پاکستان ، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، سریلانکا، افغانستان، ایرلینډ ، زمبابوي،او بنګله دیش دا هغه لوبډلي دي چي د ای سی سی تر نظر لاندي يي یورځیني لوبي يي ترسره کړي دي.

په همدي ترتیب ترټولو زیاتي یورځیني سیالي هندوستان کټلي دي چي ٩٩٣ لوبي يي ترسره کړي دي. چي د یادو ٩٩٣ لوبو څخه يي ٥١٦ لوبي يي کټلي دي. ورسره اسټرالیا لوبډله په دوهم مقام کې ده چي تر نورو لوبډلو يي ډیري لوبي ترسره کړي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ٩٥٥ لوبي ترسره کړي دي او د یادو لوبو څخه يي ٥٧٩ لوبي يي کټلي دي.

ورپسي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله ده چي ٩٣٣ یورځیني لوبي يي ترسره کړي دي.چي د یادو لوبو څخه يي ٤٩٠ لوبي يي کټلي دي.

هغه څلور لوبډلي چي ترنورو لوبډلو يي ډیر یورځیني یا پنځوس اوریزي لوبي يي بایللي دي.

لومړي: هندوستان کرکټ ملي لوبډلي ترټولو زیاتي یورځیني لوبي يي بایللي چي ٤٧٧ لوبي دي.

دوهم: د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د زیاتو یورځینو لوبو په بایللو کې دوهم مقام لري چي ٤٤٣ يورځیني یا پنځوس اوریزي نړیوالي لوبي يي بایللي دي.

دریم : په دریم مقام کې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله شتون لري چي ٤٢٨ یورځیني یا پنځوس اوریزي نړیوالي لوبي يي بایللي دي.

څلورم :په څلورم مقام اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ده چي تر نورو لوبډلو يي ډيري یورځیني یا پنځوس اوریزي لوبي يي بایللي دي. چي اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ټولي ٣٧٦ یورځیني یا پنځوس اوریزي نړیوالي لوبي يي بایللي دي.

همدارنګه د یورځینو لوبو دوه لومړني نړیوال جامونه هم د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي کټلي دي چي یاد نړیوال جامونه په ١٩٧٥ او ١٩٧٩ کلونو کې ترسره شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ