شل اوريز نړيوال جام کې افغان لوبډله چاته چلنج دی | خبریال

شل اوريز نړيوال جام کې افغان لوبډله چاته چلنج دی

خبریال وېبپاڼه / افغانستان د عربي اماراتو په لوبغالو شل اوریز جام کې سترې لوبډلې ماتولی شي.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو ځای او نېټې د وروستي ځل لپاره اعلان شوې چې له مخې به یې په اکتوبر میاشت کې دغه ستر جام ترسره شي.

د سږني نړیوال شل اوریز جام سیالیو کوربه توب د هند په برخه دی، خو په یاد هیواد کې د کرونا له کبله دغه جام عمان او عربي اماراتو هیوادونو ته انتقال کړی شو.

د شل اوریز نړیوال جام لومړی پړاو لوبې به د اتو لوبډلو ترمنځ د اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه پیل شي، خو دوهم پړاو ګروپي لوبې به یې د اکتوبر پر ۲۴ مه نېټه پیل شي.

د نړیوال جام د ځاي او نېټې اعلان د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ډول نه دی کړی، خو د کرېک انفو ویبپاڼې د خپلو سرچینو له قوله دغه راپور خپور کړی دی چې نړیوال شل اوریز جام اکتوبر میاشت کی کیږي.

په عربي اماراتو کې د نړیوال جام ترسره کیدل او د افغانستان پکې مستقیمآ د غوراوي پړاو پرته لوبېدله د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ښه خبر دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ابو دوبۍ او شارجه په شمول د عربي اماراتو په ډیرو مهمو لوبغالو په مختلفو اسیاجامون، لوبلړیو، بهرنیو لیګونو او د افغانستان په ” ای پي ایل” لیګ کې لوبیدلي دي.

د متحده عربي اماراتو ویشتنځایونه عمومآ د ورو توپ اچوونکو لپاره بیخي مناسب او جوړ دي چې دا هم د افغانستان لپاره تر ټولو ښه خبر دی.

افغانستان په خپل ترکیب کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، قیس احمد او ظاهر خان په شمول نور ځوان ورو توپ اچوونکي هم لري چې د عربي اماراتو په لوبغالو به خورا ډیر ښه وځلیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپل قوي ورو بالېنګ پرمټ کولی شي په دغې جام کې په هیرانوونکی ډول سترې سترې لوبډلې ماتې کړي.

که چېرې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره په ګروپ کې دوه اسیایي لوبډلې مخ شوې کولی شي په زړورتیا ورسره لوبه وکړي او په ماتولو سره یې د نړیوال شل اوریز جام تر نیمه پای لوبې پورې ورسیږي.

د نړیوال جام وړاندې د افغانستان درې مخکښ ستوري راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان بیا د هند په غوره لیګ” ای پي ایل” پاتې لوبو کې هم لوبیږي چې د نړۍ غوره لوبډلو سره به ورته لوبې اسانه وي .

محمد نبي ،مجیب او راشد کولی شي د خپلو تجربو په بنسټ د افغانستان ملي لوبډلې نور لوبغاړي هم له ځان سره زړور او ښو لوبو ته وهڅوي چې په تمامه معنا به د نړیوال جام لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نورو ۱۲ انتخاب شویو لوبغاړو لپاره د دوی د تجربو انتقالول مهم وي او ډیره ګټه به وکړي.

اوس مهال د افغانستان کرکټ بورډ ته هم پکار ده چې له دغې فرصت ګټه واخلي او ژر ملي لوبډلې ته لومړی نوی کپتان معلوم کړي او بیا تر نړیوال شل اوریز جام پورې د نږدې څلورو میاشتو لپاره د چمتووالي اوږدمهاله پلان جوړ او بیا عملي کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ