د سل توپونو لیګ او پکي لوبیدونکي لوبغاړي | خبریال

د سل توپونو لیګ او پکي لوبیدونکي لوبغاړي

خبریال وېبپاڼه / سل بالیز کرکټ لیګ ته نوي زیات شوي او ترینه وتلي لوبغاړي کوم دي؟

په پام کې ده چې د انګلیند کرکټ بورډ په نوښت سل بالیز کرکټ لیګ د روانې جولای میاشتې په ۲۱ نیټه پیل شي. یاد لیګ چې هم مهاله به د ښځینه او نارینه لوبغاړو ترمنځ په جلا جلا ډول وشي، د انګلینډ د پیاوړو لوبغاړو ترڅنګ به له بهره هم پکې ګڼ شمیر نوموتي لوبغاړي ګډون وکړي.

په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو لوبغاړو د بېلابېلو لاملونو له امله په یاد لیګ کې د نه ګډون پریکړه کړې او لوبډلې اړ شوي چې یو شمیر نور لوبغاړي یې پرځای لوبډلو ته اضافه کړي.

هغه لوبغاړي چې په سل بالیز کرکټ لیګ کې یې د نه ګډون پریکړه کړې او پرځای یې نوي لوبغاړي لوبډلو ته ور اضافه شوي دي:

برمنګهم
د برمنګهم لوبډلې لپاره لوبیدونکو ادم زمپا، کین ویلیمسن او شاهین افریدي په سل بالیز کرکټ لیګ کې د نه ګډون پریکړه کړې او اوس ورسره عمران طاهر، فین الین او ادم میلان د بهرنیو لوبغاړو په توګه لوبډله کې دي. په برمنګهم لوبډله کې معین علي، کریس ووکس، ډم سبلي او لیوینګ سټون انګلینډي مشهور لوبغاړي هم لوبیږي.

لندن
د لندن لوبډلې لپاره د افغان آلرونډر محمد نبي ترڅنګ محمد عامر او د ګلېن مکسویل پرځای جاش انګلیس لوبیږي. د لندن لوبډلې سره مارک ووډ، ایون مورګن، زک کراولي او روي بوپارا هم لوبډله کې شامل دي.

مانچېسټر
د مانچېسټر لوبډلې سره په لومړیو کې شاداب خان، نیکولاس پوران او کخیسو رباډا تړون کړی وو خو درې واړو اوس پریکړه کړې چې سل بالیز لیګ کې به نه لوبیږي. مانچسټر لوبډلې د یادو لوبغاړو پرځای کارلوس بریت وایټ، کالین منرو او لکي فرګوسن خپلې لوبډلې ته اضافه کړي.

ناردرن
د ناردرن لوبډلې کپتان آرون فېنچ تېره ورځ اعلان وکړ چې سل بالیز کرکټ لیګ کې نه شي لوبیدلی چې پرځای یې یادې لوبډلې د سویلي افریقا له فاف دوپلیسيز سره تړون وکړ. په دې لوبډله کې د فاف ترڅنګ مجیب الرحمن او بریډون د بهرنیو لوبغاړو په توګه مله دي. ناردرن کې بین سټوکس، عادل رشید او ډیویډ ویلي مشهور انګلینډي لوبغاړي هم شامل دي.

سوترن
د انګلستان دغې سويلي لوبډلې ته ډيون کانوې، کوينټن ډيکاک او انډرې رسل د بهرنیو لوبغاړو په توګه لوبیږي. سوترن په لومړي سر کې له ډیویډ وارنر او مارکس سټونیس سره تړون کړی وو. له دې لوبډلې سره کریس جورډن او جافرا ارچر هم سږکال لومړي پړاو سل بالیز لیګ کې لوبیږي.

ټرینټ
د ټرینټ لوبډلې لپاره افغان ستوری لوبغاړی راشد خان ، وهاب رياض او درسي شارټ لوبېږي، له وهاب ریاض وړاندې ټرینټ لوبډلې له کولټر نیل سره تړون درلود. له یادې لوبډلې سره په انګلینډي لوبغاړو کې جو روټ، ډیویډ ميلان، الیکس هیلز او لوک رایټ شامل دي.

وېلش
د وېلش لوبډلې لپاره نيشم/فيليپس ، پولارډ او قيس احمد لوبېږي. له دې لوبډلې سره مشهور انګلینډي لوبغاړي اولی پاپ، ټام بینټون او لیم پلنکیټ هم يو ځای دي

اوول
د اوول لوبډلې لپاره سونېل نارین ، سنډيپ لمېچنې او کالېن انګرام د بهرنیو لوبغاړو په توګه، او جیسن روی، سم کرن، ټام کرن او سم بیلینګز د انګلینډي لوبغاړو په توګه لوبېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ