کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي د دوهم پړاو تمريناتي کیمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ | خبریال

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي د دوهم پړاو تمريناتي کیمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ یا ACB په کابل کې د تمريناتي کيمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د دوهم تمريناتي کيمپ لپاره د لوبغاړو ۲۸ کسيز نوملړ اعلان کړ چې پکې د تېر په څېر يو ځل بيا ډيری ځوانو لوبغاړو ته د ګډون موقع ورکړل شوې.

دغه دولس ورځنی کيمپ چې د روانې جولای مياشتې يعنې راتلونکې سه شنبې په ورځ به پيل شي او د همدې مياشتې تر اولسمې نيټې به دوام ومومي د تېر تمريناتي کيمپ دوهم پړاو ياد شوی.

حشمت، ګلبدين، عظمت، نجات، فريد ملک، منيراحمد، صديق اتل، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، فرهان زاخيل، شرف الدين، عثمان غني، فضل الحق، اکرام، عبدالله عادل، سليم صافی، يامين، ضياء شريفي، عبدالرحمن، عبدالواسع، نور احمد لکڼوال، ظاهر خان، وفادار مومند، سيد شيرزاد، حمزه هوتک، يوسف ځاځی، شاهدالله او شمس کړوخيل يې ګډون وال لوبغاړي دي.

کرکټ بورډ داسې مهال د ملي لوبډلې د تمريناتي کيمپ د لوبغاړو نوملړ اعلانوي چې لومړي پړاو کې يې د نه اعلانيدو له امله د کرکټ څارونکو نيوکې را پورته کړې وې.

د يادولو وړ ده چې په پلان کې وه د پاکستان په وړاندې لوبو لپاره د سه شنبې ورځې پيليدونکی کيمپ په قندهار کې وشي خو د يو شمير دلايلو له امله اوس په کابل کې کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ