پاکستان کې د نړۍ په کچه ستر کرکټ لوبغالی جوړیږي. | خبریال

پاکستان کې د نړۍ په کچه ستر کرکټ لوبغالی جوړیږي.

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د نړۍ په کچه لوی کرکټ لوبغالی جوړیږي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني ته لارښوونه کړي چې د پلازمېنې اسلام اباد په ښار کې د هېواد په کچه ترټولو لوی کرکټ لوبغالی جوړولو پلان رهبري کړي.

په دې لړ کې احسان ماني د پنجشنبې په ورځ د پلازمینې انکشافي ادارې «سي ډي اې» له مشر امیر علي احمد سره وکتل چې په پاکستان کې د لوی لوبغالي جوړولو لپاره د نقشې نقشه جوړه کړي.

«سي ډي اې» د ځمکې پلان جوړونه او پراختیا ریاست د لوبغالي لپاره سروې بشپړه کړې چې بشپړ راپور به تر راتلونکې میاشتې پورې لومړي وزیر عمران خان ته وړاندې کړي، د لومړي وزیر عمران خان له تصویب وروسته لوبغالی به د عامه او خصوصي سکتورونو په ملګرتیا جوړ شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ډرایکټر ندیم خان په وینا چې یاد لوبغالی به د آسیا ترټولو لوی لوبغالی وي چې د نړۍ په کچه به هر ډول سهولاتونه ولري.

همدارنګه د یادولو وړ ده چي د نړي لوي کرکټ لوبغالي په هندوستان کې شتون لري یاد لوبغالي د نریندرا مودي په نوم یادیږي او د هندوستان په احمد اباد سیمه کې شتون لري چي د یولک او لس زره نندارچيانو د ځای کیدو طرفیت لري.

دوهم لوی او ستر لوبغالي میلبورن کرکټ لوبغالي دي چي په اسټرالیا کې شتون لري یاد لوبغالي کې د یولک شاوخوا ننداره چیانو د ځای کیدو طرفیت لري.

دریم ستر او لوی کرکټ لوبغالي د ایډین کارډینس دي چي په کلکته کې شتون لري.

چي اوس تازه د پاکستان لومړي وزیر امر ورکړي چي د اسیا په کچه دي د کرکټ ستر لوبغالي په اسلام اباد کې جوړ شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ