اصغر افغان له خپلي پریکړي په شا شوي
خبریال وېبپاڼه / اصغر افغان ویلي و، چې بهرني لیګونو کې به نه لوبېږي خو اوس یې بیا بهرني لیګ ته نوملیکنه کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او لوبغاړي اصغر افغان په خپله یوه مرکه کې څه وخت مخکې ویلي و چې نوموړي نه غواړي چي په بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي، خو نوموړي خپله یاده ژمنه ماته کړې او بیا یې یو بهرني لیګ ته نوملیکنه کړې ده.
د سریلانکا تجارتي لیګ لنکا پریمئیر لیګ یا LPL د هغه بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی، چې پکې د اصغر افغان په ګډون ۹ افغان لوبغاړي هم شامل دي.
اصغر افغان خپله هغه ژمنه ماته کړه، چې ویلي یې و، نه غواړي بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي او د بهرنیو لیګونو پر ځای ورته د خپلې کورنۍ سره وخت تېرول غوره دي. اصغر افغان په خپله هغه مرکه کې دا هم ویلي و، چې په بهرنیو لیګونو کې ورته د لوبېدو وړاندیزونه شوي دي، خو هغه نه دي منلي.
د یادولو ده چې تېر کال اصغر افغان د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) او د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ته هم نوملیکنه کړې وه، خو د کومې لوبډلې له خوا وانخیستل شو.
د لنکا پریمئیر لیګ ته د اصغر افغان پرته محمد شهزاد، نجیب الله ځډراڼ، نوین الحق، سمیع الله شینواري، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي او قېس احمد هم نوملیکنه کړې ده.
همدارنګه اصغر افغان چي اوسمهال ٣٣ کاله عمر لري. نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ټیسټ، شل اوریزي او یورځیني لوبي يي ترسره کړي دي.
اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ٧٢ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ١٣٤١ منډې هم ترلاسه کړي دي. چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٦٢ دي. نوموړي په شل اوریزو لوبو کې کومه سلیزه نلري خو څلور نیمه سليزي یي ترلاسه کړي دي.همدارنګه اصغر افغان په یادو لوبو کې يي د ٦٧ شپږیزو ترڅنګ يي ٨٣ څلوریزي يي هم ترلاسه کړي دي.
اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ١١٤ یورځیني لوبي هم ترسره کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ٢٤٢٤ منډې يي هم جوړي کړي دي. په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ١٠١ منډې دي.اصغر افغان په یورځینو لوبو کې د یوی سلیزي په کډون يي ١٢ نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي د ٦٥ شپږیزو پر مټ يي ١٦٣ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.
همدارنګه اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره شپږ ټیسټ سیالي هم ترسره کړي چي په یادو شپږ ټیسټ سیالیو کې يي ٤٤٠ منډې جوړي کړي دي. چي په ټیسټ سیالیو کې يي اوچتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ١٦٤ دي.