د ملي لوبغاړو په شتون کې کابل غوره لیګ پیلږي | خبریال

د ملي لوبغاړو په شتون کې کابل غوره لیګ پیلږي

خبریال وېبپاڼه / کابل کې د ملي لوبغاړو په ګډون شل اوریزې سیالۍ پیلیږي.

د کابل ولایت په احمد شاه بابا مېنه کې په دوه خصوصي کرکټ لوبغالو د شل اوریزو سیالیو ۲ بېلابېل ټورنمنټونه پیلیږي چې پکې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي هم لوبیږي.

دغه دوه ټورنمنټونه چې یو یې د کابل غوره لیګ په نوم یادیږي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ او د زرملوال په نوم د شل اوريزو لوبو بل ټورنمنټ نن پېل شو.

په کابل غوره لیګ سیالیو کې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې په ترڅ کې به یې د ملي، الف او نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبیږي.

يادو سياليو کې د سمیع الله شینواری، شرف الدین اشرف، رحمان الله ګربز، بهیر محبوب، وفادار مومند، عظمت الله، فرید ملک، اکرام علي خېل تر څنګ ګڼ شمېر نور لوبغاړي لوبیږي.

د کابل غوره ليګ سياليو په ترڅ کې به هره لوبډله په خپل لومړي پړاو کې ۳-۳ سیالۍ ترسره کړي او له هر ګروپ څخه به بیا ۲-۲ مخکښې لوبډلې بل پړاو ته لاره ومومي.

د يادولو ده چې د کابل ليګ سیالیو لپاره د ګډون ونډه ۱۰۰۰ امریکایي ډالره ټاکل شوې ده او ګټونکې لوبډلې ته به بيا یو لک افغانۍ انعام ورکړل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ