انګلستان د شل اوریزو لوبو په سریز کې سریلانکا ته ٣-٠ ماتې ورکړه | خبریال

انګلستان د شل اوریزو لوبو په سریز کې سریلانکا ته ٣-٠ ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوي ده.

د یادي لوبلړي لومړي لوبه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي وه.

دوهمه شل اوریزه لوبه يي هم انګلستان کټلي .

دریمه شل اوریزه لوبه يي پرون مازدیګر شپږ بجي ترسره شوه.

یاده لوبه کې بچه یا ټاس د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د شپږو لوبغاړو په زیان يي ١٨٠ منډې ترلاسه کړي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي د ١٨٠ منډو هدف ورکړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډیويډ میلین غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٤٨ توپونو باندي يي ٧٦ منډې ترلاسه کړي. همدارنګه جوني پراسټو هم ښه توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٤٣ توپونو باندي يي ٥١ منډې ترلاسه کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چیمیرا څلور ویکټې ترلاسه کړي او بینیورا بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله ونه وتوانیده چي یاد هدف پوره کړي او د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په٨٩ منډو یاده لوبه وکټله. او سریلانکا ته يي د دري پرلپسي ماتې ورکړي.

د لوبي غوره لوبغاړي ډیويډ میلین وټاکل وټاکل شو. نوموړي په ٤٨ توپونو باندي يي ٧٦ منډې ترلاسه کړي وي.

او همدارنګه د ټول سریز غوره لوبغاړي بیا سام ګرن ونومول شو.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه.

او د یاد د شل اوریزو لوبو سریز يي پای ته ورسوه.

د سریلانکا او انګلینډ لوبډلو تر منځ به درې یوورځینۍ سیالۍ هم د همدې جون په ۲۹مه پیل او د جولای میاشتې په ۴مه نېټه به پای ته ورسیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ