ابراهيم ځدراڼ په غوره توپ وهني سره يي خپله لوبډله بريا ته ورسوله | خبریال

ابراهيم ځدراڼ په غوره توپ وهني سره يي خپله لوبډله بريا ته ورسوله

خبریال وېبپاڼه / ابراهيم ځدراڼ په ښکلې سليزې خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

د افغانستان ځوان اوپنر لوبغاړی دا مهال د انګلینډ په تيمز ويلي کرکټ ليګ کې په لوبو بوخت دی، چې تر اوسه یې د خپلې لوبډلې لپاره شپږ لوبو کې برخه اخيستې.

هغه تېره اونۍ په خپله پنځمه لوبه کې پرته له کومې منډې کولو وسوځیده خو نن ورځ يې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بایني هيل نن د ټاس له ګټلو وروسته لومړی د بالينګ پريکړه وکړه او د کوف لوبډله یې په پنځوس اورونو کې په ۲۱۸ منډو را ايساره کړه.

په ځواب کې یې بايني هيل ورکړل شوی هدف پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي د ابراهيم د ۱۳۳ او هيميرټون د ۷۷ منډو په مټ ۴۲.۲ اورونو کې پوره کړ.

ابراهيم تر دې مهاله په شپږ ترسره کړو لوبو کې د ۴۹.۶ په اوسط ۲۴۸ منډې کړي او په لومړیو پنځه لوبو کې یې ۳۵ اورونه کړي چې د خپلې لوبډلې لپاره یې پنځه ويکټې هم اخيستې دي.

د ابراهيم ځدراڼ تر څنګ د افغانستان بل لوبغاړي ضياء الرحمن اکبر هم نن په انګلینډ کې د خپلې لوبډلې لپاره پنځه ويکټې اخيستې وې او لوبډله یې بريا ته رسولې وه. هغه تر دې مهاله په څلور لوبو کې ۱۶ ويکټې اخيستې دي.

د ابراهيم ځدراڼ تر څنګ د افغانستان بل لوبغاړي ضياء الرحمن اکبر هم نن په انګلینډ کې د خپلې لوبډلې لپاره پنځه ويکټې اخيستې وې او لوبډله یې بريا ته رسولې وه. هغه تر دې مهاله په څلور لوبو کې ۱۶ ويکټې اخيستې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ