نن شپه به د ویسټ انډیز او افریقا لوبډلو تر منځ د شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شي | خبریال

نن شپه به د ویسټ انډیز او افریقا لوبډلو تر منځ د شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې نن شپه د ویسټ انډیز او افریقا لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شي.

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ سیالۍ ترسره شوې چې د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

په دغو دوو ټیسټ سیالیو کې د افریقا لپاره د توپ وهنې په برخه کې ویکټ کیپر توپ وهونکي کوینټن ډیکاک په یوه سیالۍ کې د ۷ شپږیزو او د ۱۲ څلوریزو پرمټ ترټولو ډيرې ۱۴۱* ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ادا کړ.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز نن د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان په وخت دشپې لس نېمې بجې پیل شي.

دلته به کوربه ویسټ انډیز لوبډله کوښښ کوي چې د ټیسټ سیالیو غچ واخلې او خپل مینوال خوشاله وساتي.

ویسټ انډیز لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې یو خاص نوم لري، دا ځکه چې له دوی سره داسي لوبغاړي دي چې تر ډیره تیزه لوبه خوښه وي او غټ غټ شاټونه وهي، چې په شل اوریزو سیالیو کې داسي لوبغاړي تر ډیره کامیاب وي.

خو بله خوا بیا افریقا لوبډله هم له ځان سره د شل اوریزو سیالیو تکړه لوبغاړي او قوي تیز بالینګ لري.

که چیري لږ هم ویسټ انډیز لوبډله غلطي وکړي امکان دې ولري چې دا سیالۍ دې هم افریقا لوبډله په خپل نوم کړي.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوریزه سیالۍ بیا د همدې جون میاشتې په ۲۷مه درېیمه یې په ۲۹مه څلورمه يې د راتلونکي جولای میاشتې په اوله او وروستۍ هغه يې بیا په ۳مه نېټه تر سره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ