د افغانستان کرکټ لوبډلې راتلونکي لوبي | خبریال

د افغانستان کرکټ لوبډلې راتلونکي لوبي

خبریال وېبپاڼه / ملي لوبډله په اکتوبر کې له استرالیا او ويسټ انډيز سره شل اوريزه سيالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وايي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ له شل اوريز نړيوال جام څخه وړاندې د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي او ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي سره د کرکټ شل اوريزه سيالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر دغه خبره له خبريالانو سره په خبري کنفرانس کې کړې ده.
نوموړي نن « چهارشنبه د جون ۳۰مه نېټه» د کرکټ بورډ د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خلکو سره معلومات شريک کړل او هم يې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړي.

يادې سيالۍ چې د اف ټي پي پرواګرام له لرې پلان شوي، د کرکټ له شل اوريز نړيوال جام څخه به وړاندې ترسره شي.

که څه هم د يادو سياليو کره نېټه او ځای ندی په ډاګه شوی، خو د کرکټ نړيوال شل اوريز جام د اکتوبر مياشتې په ۱۷مه ڼېټه پيليږي.

د يادو سياليو کره نېټه او ځای ندی په ډاګه شوی، خو د کرکټ نړيوال شل اوريز جام د اکتوبر مياشتې په ۱۷مه ڼېټه پيليږي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر پدغه ناسته کې وويل، چې د شل اوريزه سياليو لوبډلمشر به هم په راتلونکو دوو اوونيو کې وټاکل شي.
ده زياته کړه، چې د کرکټ بورډ بوديجه پخپل حال ده، د نړيوالې شورا په راتلونکې ناسته کې به ۶۰ سلنه زياتوالی پکې راشي او هم به د افغانستان غوره ليګ سيالۍ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې ترسره شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به داسې مهال اکتوبر مياشت کې له استراليا او ويسټ انډيز سره د سياليو په موخه تياری نیسي، چې د ملي لوبډلې درې مهم لوبغاړی په اماراتو کې آی پي ال سياليو کې بوخت وی.

محمد نبي، راشد ارمان او مجيب الرحمن ځدران به په هند غوره ليګ کې د سپټمبر او اکتوبر په میاشت کې د آی پي ال پاتې سياليو لپاره له سن رايزر حيدرآباد لوبډلې سره وي.
د يادونې وړ ده، چې روانه او راتلونکې مياشتې له افغانستان څخه پرته د کرکټ نړيوالې شورا سره بشپړ غړيتوب لرونکي ټول هېوادونه په سياليو بوختې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ