فرهان یوسفزی: په راتلونکو دوه اونیو کې به شل اوریزو لوبو ته لوبډلمشر وټاکل شي
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي په کرکټ بورډ کې په یوه خبري کنفرانس کې خبر ورکړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لپاره د کپتان د ټاکل کېدو په اړه به له یوشمیر مشورو وروسته به په دوو اونیو کې پرېکړه وکړي.
همدارنګه فرهان یوسفزي چې یې په کابل کې خبریالانو ته خبري کنفرانس ورکړه د نوي کپتان د ټاکل کیدو په اړه یې وویل چې دوی دا ځل له ډیر فکر وروسته پریکړه کوي.
فرهان یوسفزي د شل اوریز نړیوال جام د نېټې او د ځای د اعلان وروسته خبري کنفرانس کې وویل، چې دیاد جام لپاره به د ملي لوبډلې کپتان ډیر ژر اعلان کړي.
په یاده ناسته کې هم تر ډیره بریده د تل په څیر یوازې ژمنې وشوې،خو د کپتان د بدلون د لانجمنې مسعلې په اړه فرهان د خبرو کولو څخه ډډه کړې ده او یوازې ویلي دي چې دوو اونیو کې به تصمیم ونیسي.
په یاد خبري کنفرانس کې د کرکټ بورډ مشر سږ کال د شپږیزي کرکټ لیګ د ترسره کولو په اړه هم وویل، چې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ به یې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه: چې شپږیزه کرکټ لیګ د بودیجي د کمښت له کبله نه دی ځنډول شوی، بلکې د کرونا ویروس د درییمې څپې د راتګ له امله ځنډول شوی دی.
فرهان یوسفزی د ملي لوبډلي د لوبو په اړه هم خبري وکړي او د تل په څیر یې د” اف ټي پي ” لوبې یادې کړې چې په راتلونکې کې له پاکستان او اسټرالیا سره پلان شوي دي.
همدارنګه یې د دوهم پړاو افغان غوره لیګ یا APL په اړه هم وویل، چې د راتلونکي کال په فبروۍ میاشت کې به په عربي اماراتو کې ترسره شي.
نوموړي د لوبغاړو ترمنځ هماهنګۍ په اړه هم څرګندونې وکړې او وې ویل چې دا وخت لوبغاړي د یو افغانستان لپاره غواړي چې ولوبیږي، خو خیانت کوونکو ته به تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.
د کرکټ بورډ له مشر فرهان یوسفزي تمه کېدله چې په دغې خبري کنفرانس کې به د افغانستان لپاره په نورو نویو لوبلړیو هم وغږیږي، خو نوموړي د کرکټ مینه والو او خبریالانو لپاره کوم نوی خبر له ځان سره نه درلود.