د محمد نبی غوره توپ اچونه لوبډله يي تر بریا ورسوله | خبریال

د محمد نبی غوره توپ اچونه لوبډله يي تر بریا ورسوله

خبریال وېبپاڼه / نبي د توپ وهنې تر څنګ بهترینه بالینګ وکړ او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.

د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې د تل په څېر بېګا شپه افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل زبردسته توپ اچونه وکړه او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.

یاده لوبه چې بېګا د درهم او محمد نبي اړوند نارتهمپټن شآیر لوبډلو تر منځ تر سره شوه، لومړی توپ وهنه د نبي اړوند لوبډلې وکړه د پنځو لوبغاړو په زیان يې په پوره شل اورونو کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۷۴ منډو هدف په مخ کې کېښود.

په دوهم اننګز کې درهم لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په مقرره شل اورونو کې یوازې ۱۴۳ منډې تر لاسه کړې او د ۳۰ منډو په توپیر يې ستره ماتې وخوړه.

افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د خپلې لوبډلې په ګټه په شپږو توپونو پنځه منډې جوړې کړې او خپله ویکټ يې بایلوده.

بله خوا بیا محمد نبي په توپ اچونه کې ډیر ښه وځلېد، نوموړي په څلور اورونو کې د ۲۵منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي له مخې پورته کړل او خپله لوبډله يې بریاته ورسوله.

یاده دې وي چې دغو سیالیو ته پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل، نوین الحق، قیس احمد، مجیب الرحمان او راشد خان اخیستل شوي دي، چې له بېلابېلو لوبډلو سره ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ