د اماراتو په لوبغالو د حضرت الله ځاځي ځلېدل نړیوال جام کې لوبډلو ته خطر | خبریال

د اماراتو په لوبغالو د حضرت الله ځاځي ځلېدل نړیوال جام کې لوبډلو ته خطر

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ کې د حضرت الله ځاځي ځلیدل نړیوال جام لوبډلو ته خطر.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي حضرت الله ځاځي د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې په خپلو څلورو لوبو کې درې نیمه سلیزې ووهلې چې په دې سره یې خپله لوبډله تر پای لوبې پورې ورسوله.

حضرت الله ځاځي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پرمهال په خپلې لومړۍ لوبه کې۶۳ چټکې منډې وکړې په دوهمه لوبه کې په صفر وسوځېد، په درییمه لوبه کې ۷۷ چټکې منډې جوړې کړې او په خپله څلورمه لوبه کې یوځل بیا نیمه سلیزه ووهله او ۶۶ منډې وکړې.

حضرت الله ځاځي د پاکستان سوپر لیګ وروستیو لوبو لپاره د پېښور زلمیو لوبډلې سره تړون وکړ چې تر دې دمه یې خپله لوبډله تر پای لوبې پورې ورسوله.

داچې د پاکستان سوپر لیګ نیمایي سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ویشتنځایونو کې پلان شوې وې د حضرت الله ځاځي پرله پسې ځلېدل پکې راتلونکي نړیوال جام لپاره لوبډلو ته لوی خطر دی.

د کرکټ ځیني مبصرین په دې اند دي چې ځاځی به په راتلونکي نړیوال جام سیالیو کې خورا په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړي او سترې لوبډلې به د افغانستان لپاره ماتې کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه مټور لوبغاړی خورا په زړه پورې زړور چټګ شاټونه له ځانه سره لري چې له امله به یې افغان لوبډله بریاوې خپلې کړي.

د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کوربه توب د هند سره دی، خو په هند کې د کرونا له کبله د نړیوال جام کېدل ناشوني دي نو له همدې کبله ښایي په اماراتو کې وشی.

د کرکت مبصرین د حضرت ځاځي په توپ وهنه کې د مثبتو تغیراتو ستاینه کوي او وایي، چې نړیوالو لوبډلو ته به ډیر سرخوږی جوړ کړي.

د پاکستان د کرکت پخواني لوبغاړي او اوسني مبصر رمیز راجا هم د حضرت ځاځي چټکه توپ وهنه ستایلې ده او ویلي دي که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزې لوبې وشي افغانستان یې ګټي.

نوموړي په توپ وهنه کې د ځاځي یادونه کړې ده چې د لوبې په پیل کې د هغه زړورتیا، منځنیو اورونو کې د نجیب توپ وهنه او په بالېنګ کې د راشد خان لوبه افغانستان ته بریاوې ورپه برخه کولی شي.

حضرت الله ځاځي په وروستیو کې په خپلې توپ وهنه کې خورا ډیر تغیرات راوستی دي په لوبغالي پاتې کېدل، حوصله، فوټ ورک، د میدان ټولو خواو ته شاټونه وهل او په مټو کې پاور یا قوت څخه سالمه استعفاده کول یې ښه مثالونه دي چې په تېرو لوبو کې وښودل.

په ورته مهال د افغانستان کرکټ بورډ هم ملي لوبغاړو ته لومړنی شرط د فېټنس یا یو – یو ټېسټ ازموینې پاس کول ايښي دي چې له مخې به یې په دغې ازموینه کې ګټونکی لوبغاړی ملي لوبډلې ته لار پیداکړي.

حضرت ځاځی په دې وروستیو کې د ملي لوبډلې څخه د کینول شوی دی چې په یو – یو ازموینه کې پاتې راغلی دی او وزن، فېټنس یې ناسم بلل شوی دی.

که چېرې د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبډله کې ځای جوړول د ښه ځلېدا له امله وشي نو ځاځی به یوځل بیا د غوراوي کمېټې سترګې ځان ته راواړوي، خو که چېرې د یو -یو ټېست خبره شي ښایي حضرت ځاځی له لوبډلې همداسې پاتې شي، څو یې چې فېټنس نه وي جوړ کړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ