ملتان سلطان لوبډلې د پاکستان سوپرلیګ ۲۰۲۱م کال پي ایس ایل سیالیو اتلولي وګټله. | خبریال

ملتان سلطان لوبډلې د پاکستان سوپرلیګ ۲۰۲۱م کال پي ایس ایل سیالیو اتلولي وګټله.

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۱ کال پاکستان سوپر پي ایس ایل سیالیو پایلوبه بیګا ماښام د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې د پیښور زلمیو او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ تر سره شوه.

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ پي ایس ایل سیالۍ چې د شپږو لوبډلو تر منځ د کرونا له امله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې دوو لوبډلو پیښور زلمي او ملتان سلطان له ډیرو بریاوو وروسته پایلوبې ته لار ومونده، چې بیګاه ماښام د دواړو لوبډلو تر منځ پایلوبه تر سره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د پیشاور زلمو لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د ملتان سلطان لوبډلې ته ورکړه.

ملتان سلطان لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د څلورو لوبغاړو په زیان يي ٢٠٦ منډې ترلاسه کړي او د پیشاور زلمو لوبډلې ته يي د ٢٠٧ منډو هدف ورکړه.

د ملتان سلطان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب مقصود او رایل روسوی غوره توپ وهنه ترسره کړه. شعیب مقصود په ٣٥ توپونو باندي يي ٦٥ منډې او روسو په ٢١ توپونو ٥٠ منډې ترلاسه کړي.

د پیشاور زلمو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې سمین کل او محمد عمران دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د پیشاور زلمو لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف ته ځان ورسوي. په شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان يي ١٥٩ منډې ترلاسه او لوبه تري د پیشاور زلمو لوبډلې د ٤٧ منډو په توپیر وکټله.

ملتان سلطان لپاره ترټولو غوره توپ اچونه د عمران طاهیر ترسره کړه نوموړي دري لوبغاړي وسوځول.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي شعیب مقصود وټاکل شو. چي په ٣٥ توپونو باندي يي ٦٥ منډې ترلاسه کړي.

همدارنګه د ټورنمنټ غوره لوبغاړي هم شعیب مقصود ونومول شو.

ملتان سلطان د یادي بریا سره د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ شپږم پړاو اتلولي په خپل نوم کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ