شاهنواز دهني د شپږم پړاو پي ایس آیل غوره توپ اچونکي
خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۱ کال پاکستان سوپر پي ایس ایل سیالیو پایلوبه بیګا ماښام د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې د پیښور زلمیو او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ تر سره شوه.
د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ پي ایس ایل سیالۍ چې د شپږو لوبډلو تر منځ د کرونا له امله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې دوو لوبډلو پیښور زلمي او ملتان سلطان له ډیرو بریاوو وروسته پایلوبې ته لار ومونده، چې بیګاه ماښام د دواړو لوبډلو تر منځ پایلوبه تر سره شوه.
یاده پای لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې پیشاور زلمو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبه په خپل نامه کړه.
د شپږم پړاو یا ٢٠٢١ کال پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ چې بیګاه شپه د ملتان سلطان لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.
د یاد لیګ غوره توپ اچونکي شاهنواز دهني ونومول شو.
شاهنواز دهني غریبي کورني پوري اړه لري خو په خپل لومړي لومړي پړاو لیګ کې غوره توپ اچونه ترسره کړه.
نوموړي په روان پي ایس آیل لیګ کې د ملتان سلطان لوبډلې لخوا وپیرل شو او خپلي لوبډلې ته يي غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.
شاهنواز دهني په روان ٢٠٢١ کال کې پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطان لوبډلې لپاره ولوبیده. نوموړي په ١١ لوبو کې يي ٤٠.٢ اورونه ترسره کړي دي. چي یو اور يي میډین کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ٣٤٠ منډې هم ورکړي دي. او همدارنګه يي ٢٠ ویکټې يي هم ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د پینځو منډو په ورکولو سره يي څلور لوبغاړي سوځول وه.
نوموړي ته د پاکستان کرکټ بورډ د زمبابوي په وړاندي سیالیو کې هم برخه ورکړي وه.