بنګله دېش د زيمبابوې پر وړاندې راتلونکي لوبو ته لوبډلې اعلان کړې. | خبریال

بنګله دېش د زيمبابوې پر وړاندې راتلونکي لوبو ته لوبډلې اعلان کړې.

خبریال وېبپاڼه / د بنګله دېش کرکټ بورډ تازه د زيمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د ټيسټ سيالۍ لپاره د لوبډلې نوملړ خپور کړ، چې شکيب الحسن هم پکې شته.
پر نوموړی ډاکا پريمير ليګ کې د ناسم چلند له کبله د کرکټ بورډ له لورې لنډمهاله بنديز لګېدلی وو.

د شکيب الحسن ترڅنګ ويکيټ ساتونکی لوبغاړی ناصر حین هم لوبډلې ته راګرځېدلی دی او د مشفق الرحيم په نشتون کې به ټول فارمټونه ولوبوي.

د بنګله دېش کرکټ ملی لوبډلې درې پياوړي لوبغاړي مشفق الرحيم، مستفيظ الرحمان او تميم اقبال د کورنيو سياليو پر مهال ټپي شوي دي ؛ خو له مشفق پرته به دا دوه نور لوبغاړي هم په يادو سياليو کې لوبېږي.

بنګله دېش کرکټ بورډ درېواړو فارمټونو لپاره نن چهارشنبه ( د جون ۲۳) د لوبغاړو نوملړونه خپاره کړل.
ياد کرکټ بورډ د شل اوريزه سياليو لپاره د محمد الله په لوبډلمشرۍ، يو ورځنيو سياليو ته د تميم اقبال په لوبډلمشرۍ او يوازېنۍ ټيسټ لوبې ته د مومن الحق په لوبډلمشرۍ لوبډلې اعلان کړې.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله د دريو شل اوريزه، دريو يو ورځنيو سياليو او يوازېنۍ ټيسټ لوبې په موخه د جولای په میاشت کې زيمبابوې ته سفر کوي.

يادې ټولې سيالۍ د زيمبابوې په حراري لوبغالي کې پلان شوي دي، چې د جولای په اوومه نېټه به په يوازېنۍ ټيسټ لوبې سره پيل شي.
د يادونې وړ ده، چې په د پلان له مخې بايد دوه ټيسټ، دوه شل اوريزه او درې ټيسټ لوبې ترسره شوې وې، خو د دواړو بورډونو تر هوکړې وروسته يوه ټيسټ لوبه کمه او شل اوريزه لوبه زياته شوه.

همدارنګه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٢٠٠١ کال راهیسي ١٧ ټیسټ لوبي ترسره شوي چي د یادو ١٧ ټیسټ لوبو څخه يي ٧ لوبي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي کټلي او ٧ لوبي بیا زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ٧٥ یو ورځیني لوبي هم ترسره شوي چي د یادو ٧٥ یو ورځینو لوبو څخه يي ٢٨ لوبي يي زمبابوي کټلي او ٤٧ لوبي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ د ٢٠٠٦ کال راهیسي ١٣ شل اوریزي لوبي هم ترسره شوي دي. چي د یادو ١٣ شل اوریزو لوبو څخه نهه لوبي يي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي کټلي او ٤ لوبي يي زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ