انګلستان د سریلانکا څخه د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه | خبریال

انګلستان د سریلانکا څخه د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوي ده.

د یادي لوبلړي لومړي لوبه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي وه.

دوهمه شل اوریزه لوبه بیګاه شپه ترسره شوه.

یاده لوبه کې بچه یا ټاس د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د اووه لوبغاړو په زیان يي ١١١ منډې ترلاسه کړي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي د ١١٢ منډو هدف ورکړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره کیوسل مینډس غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٣٩ توپونو باندي يي ٣٩ منډې ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مارک اووډ او عادل رشید دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي او سام ګرن بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف پوره کړي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لایم ښه توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٢٦ توپونو باندي يي ٢٩ ناسوځیدلي منډې ترسره کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي لایم وټاکل شو.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ