سریلانکا کرکټ لیګ تر نامالومي نیټي پوري وځنډیده | خبریال

سریلانکا کرکټ لیګ تر نامالومي نیټي پوري وځنډیده

خبریال وېبپاڼه / د یوشمیر د راپورونو له مخې د سرېلانکا دوهم پړاو لیګ تر نامعلومې نیټې ځکه وځنډیده چې د پلان شوي مهال ویش پر مهال یې بهرني لوبغاړي په خپلو ملي او کورنیو لوبو کې مصروف وه او یاد لیګ کې یې ګډون نه شو کولی.

د سرېلانکا د کرکټ بورډ یوې سرچېنې رسنیو ته ویلي چې د بنګله دیش، انګلینډ، ویسټ انډیز او پاکستان د لوبغاړو د مصروفیتونو له امله دوی نه شي کولی دوهم پړاو لنکا لیګ د پلان شوي مهال ویش له مخې ترسره کړي.

د سرېلانکا د کرکټ بورډ یو چارواکی وايي” له بده بخته د لنکا لیگ د دوهم پړاو پرمهال ډيری بهرني لوبغاړي مصروف دي او مونږ اړ یو چې د ځنډیدو پریکړه یې وکړو، د نوو نیټو پریکړه لا نه ده شوې خو نږدې راتلونکې کې به په دې اړه تصمیم ونیسو”.

داسې هم ویل کیږي چې د بهرنیو لوبغاړو نه موجودیت یوازینی لامل نه دی چې د لنکا لیګ دوهم پړاو یې له امله ځنډیږي بلکې د لوبډلو له مالکینو سره د سرېلانکا کرکټ بورډ جنجالونو هم زور اخیستی چې له امله یې د لیګ له ځنډ پرته بله لاره نه وه پاتې.

داسې هم ویل کیږي چې د بهرنیو لوبغاړو نه موجودیت یوازینی لامل نه دی چې د لنکا لیګ دوهم پړاو یې له امله ځنډیږي بلکې د لوبډلو له مالکینو سره د سرېلانکا کرکټ بورډ جنجالونو هم زور اخیستی چې له امله یې د لیګ له ځنډ پرته بله لاره نه وه پاتې.

تمه وه چې دوهم پړاو لنکا لیګ به د افغان لوبغاړو په ګډون د روانې جولای میاشتې په دیرشمه نیټه پیل شي او د پنځه لوبډلو ترمنځ به د آګست میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې دوام وکړي.

مه وه چې دوهم پړاو لنکا لیګ به د افغان لوبغاړو په ګډون د روانې جولای میاشتې په دیرشمه نیټه پیل شي او د پنځه لوبډلو ترمنځ به د آګست میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې دوام وکړي.

د یاد لیګ لپاره د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ اته افغان لوبغاړو اصغر افغان، سمیع الله شینواري، قیس احمد، نوین الحق، نجیب ځدراڼ، رحمن الله ګربز، شهزاد محمدي او حضرت ځاځي هم نوم لیکنه کړې وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ