انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړه | خبریال

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري یورځینو یا پنځوس اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوه.

د یادي لوبلړي لومړي لوبه نن ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پیل ښه نه وه او لومړني دوه لوبغاړي بابر اعظم او امام الحق بغیر د کومي منډې د جوړولو څخه په لومړي اور کې د ثاقب محمود لخوا وسوځول شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٣٥.٢ اورونو کې يي ١٤١ منډې ترلاسه کړي او د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٤٢ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې فخر زمان او شاداب خان ښه توپ وهنه ترسره کړه. فخر زمان په ٦٧ توپونو باندي يي ٤٧ منډې ترلاسه کړي او شاداب خان په ٤٣ توپونو باندي يي ٣٠ منډې يي ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې ثاقب محمود څلور ویکټې ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. د یو لوبغاړي په زیان يي ١٤٢ منډې ترلاسه کړي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي په نهو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي ثاقب محمود وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ