ویسټ انډیز د اسټرالیا پر وړاندي خپله قوي لوبډله اعلان کړه | خبریال

ویسټ انډیز د اسټرالیا پر وړاندي خپله قوي لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوی ده چي د آسټراليا کرکټ ملي لوبډله د آرون فېنچ په لوبډلمشرۍ ویسټ انډیز کې ولوبېږي. دې اوږد سفر کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله او وېسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله اته لوبې وکړي چې پنځه ېې شل اوريزې او درې هغه ېې پنځوس اوريزې دي.

یادي لوبي د شل اوريزو لوبو په يوې لوبې پيلېږي چې د جولای مياشتې په ۱۰مه نېټه به ترسره شي. لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۴ بجو پيلېږي ، دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۱مه ، درېيمه شل اوريزه لوبه د جولای په ۱۳مه ، څلورمه شل اوريزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۵مه او وروستۍ هغه ېې د جولای مياشتې په ۱۷مه نېټه په هماغه وخت ( د افغانستان پر وخت سهار ۴ بجې) پيلېږي.

د شل اوريزو لوبو وروسته د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پيلېږي چې لومړۍ هغه ېې د جولای مياشتې په ۲۰مه ، دوهمه پنځوس اوريزه لوبه د جولای مياشتې په ۲۲مه او د آسټراليا د سفر وروستۍ لوبو به د جولای مياشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شي د يادونې وړ ده چې يو ورځنۍ لوبې د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱ بجو پيلېږي.

وېسټ انډيز شل اوريزو لوبو ته دا لوبغاړي ټاکلي؛

کرېس ګېل ، لوېس ، سېمونس ، هېټماير ، الېن ، براوو ، هولډر ، رسل ، پوران ، فلېچر ، کاټرل ، اېډورډس ، اکيل حسين ، مېکوی ، سېنکلير ، ټاموس او هېډن والش ، د ویسټ انډیز لوبډلې لوبډلمشري به کېرن پولارډ کوي.

آسټراليا پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو ته دا لوبغاړي ټاکلي؛

آرون فېنچ ، هېريکېنس ، مېچل مارش ، ټورنر ، اېګار ، کرېسټين ، کېري , مکډېرموټ ، فیلپي ، وېډ ، وېس اېګار ، برېنډوف ، هېزلووډ ، مېرډېټ ، سټارک ، سويپسن ، ټای او زمپا.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ