د نجیب ترکي تر نامه لاندې د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه سیالي ترسره کیږي | خبریال

د نجیب ترکي تر نامه لاندې د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه سیالي ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ د خبر په اساس چې د کورني کرکټ ډيپارټمنت په پام کې لري ترڅو د رواني جولای مياشتې په نهمه نېټه د راتلونکې جمعې په ورځ په کونړ ولایت کې د نجیب الله ترکي تر نامه لاندې د هېواد د پنځو زونونو د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه ټورنمنټ ترسره کړي.

په ياد‌‌ ټورنمنټ کې چې د هيواد د پنځه زونونو بند امیر، بست، سپین غر، امو او مس عینک لوبډلې به پکې برخه واخلي، د معلولیت لرونکو ملي لوبډلې لوبغاړي به هم پکې ولوبيږي.

د کرکټ بورډ کورني کرکټ برخې مسؤولينو د یادو سیالیو په اړه ویلي، چې د يادو لوبو د ترسره کولو څخه يې هدف دا دی ترڅو د هيواد معلولیت لرونکو ملي لوبډلې ته وړ لوبغاړي ور وپيژني چې په راتلونکي کې په نړيوالو ډګرونو کې د خپل په استازيتوب د بهرنیو معلولیت لرونکو لوبډلو پر وړاندې ولوبيږي.

یاده‌ وي چې د ټاکل شوي مهالوېش په اساس به يادې  لوبې د روانې جولای میاشتې په ۹ نېټه په کونړ کرکټ لوبغالي کې پيل او د همدې میاشتې په ۱۶مه نيټه به پای ته ورسېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ