ای سی سی د تیری جون میاشتي درې غوره لوبغاړي اعلان کړه | خبریال

ای سی سی د تیری جون میاشتي درې غوره لوبغاړي اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شوار «ای سي سي» د تېرې جون میاشتې درې غوره لوبغاړي شارټ لیسټ کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د جون د میاشتې درې غوره لوبغاړي نوماندان اعلان کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا نن د جون ۷ مه نېټه د ای سي سي «پلیر آف منت» یا د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې لپاره نومول شوي لوبغاړي اعلان کړل.

دا ځل د کرکټ نړیوالې شورا د میاشتنۍ جایزې لپاره په نومول شوو لوبغاړو کې دوه د نیوزیلینډ او یو د سویلي افریقا لوبغاړی شتون لري. دیون کونوي، کوینټین ډیکوک او کایل جیمیسن د جون میاشتې لپاره درې شارټ لیسټ شوي لوبغاړي دي.

شارټ لیسټ شوو لوبغاړو ته به د کرکټ پخواني لوبغاړي، د کرکټ مبصرین او ورزشي خبریالان رایه ورکړي چې د روانې جولاۍ میاشتې په ۱۲ مه نېټه به د دوی له منځه ګټونکی لوبغاړی اعلان شي.

شارټ لیسټ شوو لوبغاړو ته به د کرکټ پخواني لوبغاړي، د کرکټ مبصرین او ورزشي خبریالان رایه ورکړي چې د روانې جولاۍ میاشتې په ۱۲ مه نېټه به د دوی له منځه ګټونکی لوبغاړی اعلان شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ