شعیب اختر: هغوي چې ټيسټ کرکټ نه کوي نورو فارمټونو کې دې هم چانس نه ورکوي | خبریال

شعیب اختر: هغوي چې ټيسټ کرکټ نه کوي نورو فارمټونو کې دې هم چانس نه ورکوي

خبریال وېبپاڼه / هغوی چې ټيسټ کرکټ نه کوي نورو فارمټونو کې دې هم چانس نه ورکول کيږي – شعيب اختر

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز بالر شعیب اختر  محمد عامر او وهاب رياض باندې نيوکه کړې او ويلي يې دي که دوی ټيسټ کرکټ ونکړي د پاکستان لپاره دې لنډ فارمټ لوبو کې هم نه لوبيږي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يادو دواړو چپ لاسو تېزو بالرانو له نړيوالو ټيسټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړی.

شعيب اختر وايي “که چېرې پاليسي زما په لاس کې وی، ما به لوبغاړو ته ويلي و، که تاسو غواړئ د پاکستان لپاره ولوبيږئ تاسو بايد ټيسټ کرکټ وکړئ، زه مو ملاتړ هم کوم، زه پر تاسو ډير کار کوم ترڅو مو لوړ مقام ته ورسوم، خو که څوک نه غواړي هغه څه چې مونږ ورته ضرورت لرو ترسره کړي، نو بيا بايد ورسره قرارداد ونه شي او لنډ فارمټ لوبو کې هم موقع ورنه کړل شي”.

شعيب اختر زياتوي چې له ټيسټ کرکټ څخه انکار کوونکو لوبغاړو ته يې په شل اوریزو لوبو کې هم موقع نه ورکوله.

شعيب اختر ” ما به دوی ته ويلی وی چې لاړ شئ کور کې ارام وکړئ، زه به په ټول پاکستان کې وګرځم او لوبغاړي به راټول کړم، زه به په يو ۱۶کلن ځوان کار وکړم تر څو مونږ لپاره په ټولو فارمټونو کې لوبې وکړي”.

دا په داسې حال کې ده چې تېز بالر وهاب رياض څو ورځي وړاندي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو په انتخاب نيوکه کړې وه چې ګواکې د سينئر لوبغاړو په نسبت ځوانو لوبغاړو ته ډېر چانس ورکول کېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ