راشد خان په وارنر او وېليمسن روژه نيولي. | خبریال

راشد خان په وارنر او وېليمسن روژه نيولي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ کې د راشد خان ترڅنګ نورو لوبغاړو هم روژه نیولې.

لګه څرنګه چې د هندوستان غوره لیګ سیالې روانې دی.او په هند کې مختلف مذهبونو او دیننو خلک اوسیږې،همدارنګه یاد لیګ کې هم د مختلفو مذهبونو او دیننو لوبغاړې لوبيږې.

د روژې په مبارکه میاشت کې د راشد خان ،محمد نبي ،مجیب الرحمن په ګډون کڼ شمیر مسلمان لوبغاړي په آی پي ایل کې د بیلابیلو لوبډلو لپاره لوبې ترسره کوي.

اوس تازه راشد خان د خپل انسټاګرام اکاونټ په یو سټوري کې یوه ویډیو جیګه کړې، چې پکې راشد خان ډیويد وارنر او ویلمسن لیدل کیږې.

همدارنګه راشد خان د یادې ويډیو سره لیکلې چې دوه لیجینډز نن مونږ سره روژه نیولې ده.

راشد خان په دې ویډیو کې د ډیويډ وارنر نه پوښتنه کوي،چې روژه سنګه روانه ده. خو ډیويډ وارنر ورته وايي چې روژه ښه ده خو زه ډیر تږی او وږی يم .

همدارنګه راشد خان بیا د نیوزیلنډې لوبغاړې ویلمسن نه پوښتنه کوې،چي ته څنګه يي،نوموړې هم ورته وايي چې روژه ښه ده.

باید یاده شې چې ویلمسن او ډیويډ وارنر دواړه مسلمانان نه دي. خو دوي د افغان لوبغاړو سره روژه نیولې ده ،تر څو د روژي درناوې وکړي.

همدارنګه ډیويډ وارنر او کین ویلمسن د نړي غوره کرکټکران دي،نوموړې لوبغاړې د خپلو لوبډلو ترڅنګ په تجارتې سیالو کې هم لوبیږې.

ډیویډ وارنر او کین ویلمسن دواړه اوسمهال د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالو کې د حیدراباد لوبډلې په کټه لوبيږي.

ډیويډ وارنر د حیدراباد لوبډلې لپاره لوبډلمشري هم ترسره کوي.

روژه چې د برکتونو او رحمتونو مياشت ده مسلمان لوبغاړي حتا د لوبو په جريان کې هم د روژې نيسي.

خو، که چيري په کوم لوبغاړي د لوبي په جريان کې روژه سخته شي نو بيا يې خوړلی هم شي.

اوس تازه راشد خان د خپل انسټاګرام اکاونټ په یو سټوري کې یوه ویډیو جیګه کړې، چې پکې راشد خان ډیويد وارنر او ویلمسن لیدل کیږې.

همدارنګه راشد خان د یادې ويډیو سره لیکلې چې دوه لیجینډز نن مونږ سره روژه نیولې ده.

راشد خان په دې ویډیو کې د ډیويډ وارنر نه پوښتنه کوي،چې روژه سنګه روانه ده. خو ډیويډ وارنر ورته وايي چې روژه ښه ده خو زه ډیر تږی او وږی يم .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ