کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي ګیڼ لاسی توپ وهوونکې ېوراج سينګ د ډېپک هوډا د ۲۶مې کليزې په ورځ هغه ته د مبارکۍ ترڅنګ د کرکټ په ډګر کې د پرمختګ او برياوو هيلې څرګندي کړي دي.
ډېپک هوډا د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ز کال سيزن کې د پنجاب کينګز لوبډلي سره د الرونډر په هيڅ لوبيږي.
د پنجاب کينګز لوبډله د اې پې ايل په سږنې سيزن کې په ليسټ کې تر دا مهال ۷ مقام لري.
ډېپک هوډا د اې پې ايل په سږنې سيزن کې د پنجاب کينګز لوبډلي لپاره د ويسټ اينډيزي لوبغاړې نيکولاس پاروون څخه د لوبغاړو په سکواډ کې مخکې لوبيږي.
اوس مهال نن ورځ دوشنبه د ۲۰۲۱ ز کال د اپريل مياشتي په ۱۹ مه نيټه ۲۶ کلن شو.
دغه ځوان او غوره لوبغاړې ته د ۲۶ مې کليزې په وياړ د نورو لوبغاړو له لورې د ډيري نيکو هيلو او په راتلوونکي کې د برياوو او پرمختګونو لپاره هيلي څرګندني شوي دي.
د هغه لوبغاړو له ډلې چې ډېپک هوډا ته يې نيکې هيلې څرګندې کړي د هغو له جملې يو هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي کيڼ لاسی توپ وهوونکی ېوراج سينګ دی چې د ډېپک هوډا وړتياوې يې ستايلي دي او هغه ته يې د پرمختګ هيلې ښودلي دي.
ېوراج سينګ ډېپک هوډا ته همدا ډول د ټوکو په ډول ويلي چې د کيچ نيولو مهارت يې ډير کړي.
ځکه چې ډېپک هوډا تيره ورځ د ۲۰۲۱ ز کال د اپريل په ۱۸ نيټه د پنجاب کينګز او ډيلي کپيټلز لوبډلو ترمنځ په مهم وخت کې چې د لوبي برخليک يې ټاکلو د ډيلي کپيټلز د پياوړې لوبغاړې رېشب پانټ کيچ وغورځاوه.
ډېپک هوډا د رېشب پانټ کيچ د وروستيو اورونو په لړ کې په ۱۸ م اور کې وغورځاوه.
نو، له همدې کبله ېوراج سينګ د ډېپک هوډا د ۲۶ مې کليږې په ورځ هغه ته د ټولو په ډول دې ته هم اشاره کړي چې د کيچ نيولو مهارت کې دې ځان نور هم تکړه کړي.
ېوراج سينګ ډېپک هوډا ته دا خبري په ټويټر ټولنيزې شبکې په يو ټويټ کې د ليکنې په ډول کړي.
ېوراج په ټويټر ليکلې، ( ځوان او پياوړو لوبغاړې ډېپک هوډا ته د ۲۶ مې کليزې د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د کرکټ په ډګر کې د هيلو غوښتوونکی يم او يو مشوره، نصيحت هم ورته کوم چې د کيچ نيولو مهارت دې ډير کړي).