د حسن علي غوره کم بیک
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي حسن علي د ټپ له امله شاوخوا دوه کاله د کرکټ څخه لرې پاتې شوی ؤ.
خو نوموړي یو غوره کم بېک وکړ چې روان یې کال یې په زیاتو ویکټو سره د نړۍ ټول توپ اچونکي شاته پرېښودل.
حسن علي په کال ١٩٩٤ کې د جولاي میاشتې په دوهمه نیټه پاکستان کې زیږدلې دي.
نوموړي لومړني ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندي په کال ٢٠١٧ د مي میاشتې په لسمه نیټه ترسره کړه.
همدارنګه حسن علي وروستي ټیسټ لوبه بیا د زمبابوي لوبډلې پر وړاندي په کال ٢٠٢١ کې د مي میاشتي په اوومه نیټه ترسره کړي ده.
همدارنګه حسن علي کرکټ ته دوه کلن ځنډ وروسته یو غوره کم بېک وکړ چې روان یې کال یې په زیاتو ویکټو سره د نړۍ ټول توپ اچونکي شاته پرېښودل.
حسن روان ۲۰۲۱م کال کې تر ټولو زیاتو ویکټو اخیستونکو توپ اچونکو په لیسټ کې لومړی مقام لري، نوموړي په ټولټال ۱۵ اننګزونو کې ٤٠. لوبغاړي سوځلي دي چې لومړی مقام له ځان سره لري.
همدارنګه په دغه لیسټ کې د هندوستان ورو توپ اچونکی روي چندرن اشوین دویم ځای لري چژ په ۱۰ اننګرونو کې یې ۳۴ ویکټې اخیستې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان یو بل چټک توپ اچونکی شاهین شاه افریدي په ۱۹ اننګزونو کې ۲۹ ویکټ اخیستو سره دریم مقام لري.
همدارنګه حسن علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټولي ١٣ لوبي يي ترسره کړي.چي په ٢٥ اننګزونو کې يي توپ اچونه ترسره کړي ده.چي په یادو ١٣ لوبو کې يي د ١٢٥٧ منډو په ورکولو سره يي ٥٧ ویکټي يي هم ترلاسه کړي دي.
او حسن علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي ٥٤ یوورځیني لوبي يي هم ترسره کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ٢٤٥٧ منډو په ورکولو سره يي ٨٣ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.
او په ٣٦ شل اوریزو لوبو کې يي هم د ١٠٥٥ منډو په ورکولو سره يي ٤٨ ویکټي يي هم ترلاسه کړي دي.
همدارنګه حسن علي د خپلې غوره کارکردګۍ له امله د کرکټ نړۍ ټول توپ اچونکي شاته پرېښودل.اوسمهال غوره توپ اچونکو څخه شمیرل کیږي.