راتلونکي شپږیزه کرکټ لیګ | خبریال

راتلونکي شپږیزه کرکټ لیګ

کریکبال وېبپاڼه / شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د کورنې کرکټ يو مهم او مشهور ليګ دی چې هر کال د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالې کې ترسره کيږي او شپږ لوبډلي پکې برخه اخلي.

هغه شپږ لوبډلي چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې لوبيږي عبارت دي له د کابل بازان، د سپين غر زمريان، د بند امير ښاماران، د امو نهنګان او د بست ساتوونکي .

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د زونونو په کچه یوورځنۍ سیالي چې ټاکل شوې وه له خپل پلان شوي اصلي وخت څخه وړاندې د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي، د نا معلومو دلایلو له امله بیرته ځنډول شوې دي. له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼو کې راغلي ول چې د کورني کرکټ د پلانونو له مخې به دغه سیالۍ د روان کال نومبر میاشت کې ترسره شي چې تېره میاشت رامخکې شوې خو اوس مهال داسې ویل کیږي چې بیرته خپل پخواني پلان شوي وخت ته ځنډول شوې دي.

د یادو سیالیو د پیل لپاره د ۵ ګډون کوونکو لوبډلو لوبډلمشران او مرستیالان هم اعلان شوي ول او پکې د ټولو ملي لوبغاړو ګډون هم جبري شوی و چې ښايي له راشد او نبي پرته نور ټول ملي لوبغاړي پکې لوبیدلي وی خو له دې ټولو اعلانونو او پلانونو سره سره دغه سیالۍ وځنډول شوې. د نورو لوبغاړو د ټاکنې لپاره د یویو ازموینه شرط اېښودل شوې وه چې لومړی باید لوبغاړي پکې کامیاب شي او له هغه وروسته لوبډلو ته د ټاکل کېدو جوګه شي خو معلومات دا دي چې د یادو سیالیو لپاره د اخیستل کېدونکې آزموینې ورځ نن د می میاشتې ۱۸ مه ټاکل شوې وه خو د سیالیو د ځنډېدلو له امله یاده آزموینه هم نه اخیستل کیږي. د یادو سیالیو د وروسته کېدلو په اړه لا تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ هیڅ هم ندي ویلي.

له بلې خوا داسې راپورونه هم شته چې افغان کرکټ بورډ غواړي د راتلونکې جون مياشتې په وروستيو کې د افغانستان سترې کورنۍ شل اوریزه لوبې شپږيږه کرکټ لیګ ترسره کړي، د یادو سیالیو د پیل خبرونه داسې مهال ورکول کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزه کرکت لیګ د لوبډلو مالکان ورغوښتي دي او له هغوی سره یې د لوبډلو د بیا ځلې پېر او پلور په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا چې دغه سیالۍ به کله پیل شي، څو لوبډلې به پکې خرڅې شي او څه نوي تغیرات به پکې راشي، لا تراوسه یې په اړه معلومات نشته او وخت به یې ځواب ووايي. د یادونې وړ ده چې له شپږيزې وروسته به افغان لوبډله د کرکټ نړیولې شورا د راتلونکو سفرونو یا ايف ټي پي پروګرام له مخې د جولای او اګسټ په میاشتو کې د ۲۰۲۳م کال نړيوال جام سیالیو ته د رسيدو لپاره له پاکستان او سربلانکا سره درې-درې يوورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ