عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ ته ٤.٥ میلونه جریمه ورکړه. | خبریال

عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ ته ٤.٥ میلونه جریمه ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ ته ٤.٥ میلونه جریمه ورکړه.

که عمر اکمل ۴ میلیونه، ۲ لکه او ۵۰ زره جریمه ورکړي، نو بېرته به کرکټ ته راستون شي

عمراکمل چې ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۲۰ز کې یې قضیه وروسته له هغې سخته شوه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې ته یې د خپل کړي فساد په اړه راپور نه و ورکړی.

اوس ځېنو سرچینو د پاکستان کرکټ بورډ له قوله ویلي که عمر اکمل د خپلو ټولو تېروتنو تاوان ورکړي، نو کولای شي، چې بېرته د پاکستان لوبډلې په لباس کې د پاکستان استازولي وکړي.

د پاکستان د ډیسیپلین کمېټې مشر ویلي، چې دغه ښي لاسي منځني توپوهونکي په دوو قضیو کې لاس درلود او پړ پېژندل شوی دی، هغه ویلي چې فساد ضد کمېټې د دویم فصل، څلورمې مادې د څلورمې فقرې له مخې عمر اکمل تخطي کړي او له همدې امله هغه له کرکټ څخه منع شوی دی.

د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې عمر اکمل محکمې ته عرېضه وکړه او د هغه قضیه یې وڅېړله، له څېړنې وروسته د بندیز ۱۸ میاشتو ته راښکته شو.

د پاکستان کرکټ بورډ هم ویلي چې عمر اکمل باید د خپلو ټولو کړو تېروتنو جرمانه ورکړي، چې ۴ میلیونه، ۲ لکه او ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي، چې ټول لوبغاړي باید لوبې په صادقانه ډول وکړي، که کوم لوبغاړی د فساد په قضیه کې ښکېل شي باید ژره تر ژره د فساد ضد کمېټه خبره کړي او که داسې ونه کړي، له بندیزونو سره به مخ شي.

عمر اکمل څه موده وړاندې د جرمانې ورکولو لپاره پلان جوړ کړ، فورمه یې ډکه کړه؛ خو اوس یې ویلي، چې دی له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نشي کولای چې ټولې پېسې ورکړي.

کله د هغه په بانکي حساب کې پیسې نه وې، نو د پاکستان کرکټ بورډ یې هم پلان رد کړی دی.

د یادولو وړ ده عمراکمل چې ۱۲۱ یو ورځنۍ او ۸۴ شل اوریزې لوبې د پاکستان لپاره کړي دي، له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په لوبډله کې نه دی لیدل شوی.

نوموړي په ۱۲۱ یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳۱۹۴ منډې او په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۹۰ منډې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ