ډیون کنوي په خپله لومړني ټیسټ لوبه کې ریکاډ جوړ کړه. | خبریال

ډیون کنوي په خپله لومړني ټیسټ لوبه کې ریکاډ جوړ کړه.

کریکبال وېبپاڼه / ډیون کنوي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د انګلستان پروړاندي په یوه اولومړني ټیسټ لوبه کې ٢٠٠ منډې ترلاسه کړي

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې نوي لوبغاړي ډیون کنوي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په خلاف په خپل لومړني اننګز کې ۲۰۰ منډې ترسره کړې او په منډه وسوځېد.

همدا شیبه په لارډز کریکټ لوبغالي کې د کوربه هیواد انګلستان کرکټ ملي لوبډلې او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو لوبلړۍ لومړنۍ لوبه روانه ده چې پکې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۷۸منډې وکړې.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ډیون کنوي تر ټولو ډیرې ۲۰۰ منډې وکړې د نوموړي د ټیسټ کریکټ دا لومړنۍ لوبه وه چې ریکارډ یې پکې جوړ کړ.

له ۱۹۰۳م کال نیولې تر ۲۰۲۱م کاله پورې تر دې دمه شپږو لوبغاړو په خپلو لومړنیو ټیسټ لوبو کې ډبل سلیزې وهلې وې، خو په ۲۰۲۱م کال کې ډیون کنوي هم په دې بریالی شو چې د اووم لوبغاړي په توګه په خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کې ډبل سلیزه ووهي.

ډیون کنوي تازه نړیوال کرکټ ته راغلی دی چې تر دې دمه یې په دریواړو فارمټونو کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره ښې او ګټورې سیالۍ ترسره کړي دي

د کرکټ نړیوالې شورا هم د ډیون کنوي په اړه لیکلي دي چې نوموړي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې په انګلستان کې ۲۰۰ منډې پوره کړي.

ډیون کنوي اوسمهال نهه ویشت کاله او ٣٣٠ ورځې عمر لري نوموړي په درې یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲۲۵ منډې کړي چې په یوې لوبه کې تر ټولو ډیرې منډې ۱۲۶ دي.

ډیون کنوي د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۴ شل اوریزو لوبو کې هم برخه اخیستې ده چې پکې ټوټل ۴۷۳ منډې لري تر تولو ډیرې منډې په یوې لوبه کې ۹۹ دي او پهر اوسط ډول یې هم په هره لوبه کې ۵۹ منډې کړي دی.

د کرکټ نړیوالو مبصرینو د ډیون کنوي پرله پسې ځلېدل ستایي او د اوسني عصر بهترین کرکټر یې بولي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ