د ولسي جرګې لومړي مرستیال په شپږیزه لیګ کې لوبډله اخیستي.
کریکبال وېبپاڼه / د ولسي جرګې لومړي مرسیتال شپږیزه لیګ کې لوبډله اخیستې
د ولسي جرګې لومړي مرستیال مرزا کټوازي د افغانستان په کورني لیګ شپږیزه کرکټ لیګ کې د یوې لوبډلې امتیاز اخیستی دی.
کرکټ بورډ تراوسه د شپږیزه کرکټ لیګ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د لوبډلو په پلورلو یې پیل کړی دی او ویل کېږي چې ځینې لوبډلې د بېلا بېلو کسانو له خوا اخیستل شوي دي.
د افغان ملي لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړي شرف الدین اشرف د ولسي جرګې لومړي مرستیال مرزا کټوازي په شپږیزه لیګ کې د لوبډلې په اخیستلو خوښې ښودلې، او په خپله رسمي فسبوک پاڼه يې له نوموړي څخه مننه کړې ده.
اشرف پر خپله فسبوک پاڼه لیکلې((د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې له لومړي مرستیال محترم میرزا کټوازي څخه مننه کوم، چې د افغانستان کرکټ بورډ اړوند شپږیزه لیګ کې يې د لوبډلې د امتیاز اخیستو تر څنګ د یوې مجهزې اکېډمي د رغولو او افغان کرکټ سره د هر راز مرستې وعده وکړه.))
د ولسي جرګې لومړي مرستیال څخه وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس عزیزالله فضلي هم تېره ورځ په یو پوسټ کې ویلي ؤ، چې په شپږیزه لیګ کې لوبډله اخلي او هغه ځوانو لوبغاړو ته به چانس ورکړي، چې حق یې جوړېده او چانس یې نه دی ترلاسه کړی.
د يادونې وړ ده، چې شپږيزه ليګ د افغانستان کورنۍ کرکټ لیګ دی چې سږکال یې اتم پړاو ترسره کېږي.