د پاکستان سوپر لیګ غوره توپ وهونکي.
کریکبال وېبپاڼه / پاکستان سوپر لیګ چي د کرونا ویروس له امله ځنډیلي وه.د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او له هغه وروسته بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې.
د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي په سږني یاد لیګ کې تر نورو لوبغاړو ډیري منډې ترلاسه کړي دي.
لومړي: محمد رضوان چي ملتان سلطانز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ۵ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ۲۹۷ منډې هم ترلاسه کړي دي.
دوهم: بابر اعظم چي کراچي کیګنز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ۵ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ۲٨٥منډې هم ترلاسه کړي دي.
دریم: شرجیل خان چي کراچي کیګنز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ۵ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ۲٠٠منډې هم ترلاسه کړي دي.
څلورم: فخر زمان چي لاهور قلندرز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٤لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٨٩منډې هم ترلاسه کړي دي.
پنځم: سرفراز احمد چي کویټي لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٥لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٨٥منډې هم ترلاسه کړي دي.
شپږم: محمد حافظ چي لاهور قلندرز ٤ لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٥لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٨١منډې هم ترلاسه کړي دي.
اووم: محمد نبي چي کراچي کینګز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٥ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٧٤منډې هم ترلاسه کړي دي.
اتم: جیم وینس چي ملتان سلطانز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٥ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٧٤منډې هم ترلاسه کړي دي.
نهم: هیلز چي اسلام اباد یونایتید لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٤ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٣٩منډې هم ترلاسه کړي دي.
لسم: شعیب مسعود چي ملتان سلطانز لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په سږني لیګ ٥ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې ١٣٥منډې هم ترلاسه کړي دي.
دا هغه لوبغاړي دي کوم چي د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو کې يي تر نورو لوبغاړو زیاتي منډې ترلاسه کړي وي.