سریلانکا هم نړیوال جام کوربه توب لپاره چمتوالي ښودلي
کریکبال وېبپاڼه / سریلانکا هم د نړیوال جام کوربه توب لپاره چمتوالي ښودلي.
وروسته له هغې چې په هند کې کرونا ويروس په چټکۍ سره خپور شو او د هند غوره ليګ سيالۍ یې له کبله وځنډېدې؛ نو د نړيوال جام کوربه توب د کرکټ نړيوالې شورا اندېښنې راولاړې شوې.
که څه هم ورځ تربلې په هند کې د پر کرونا ويروس د اخته کسانو ارقام مخ په کمېدو دي، خو ياد هېواد پرېکړه کړې، چې هند غوره ليګ پاتې سيالۍ به د هن پر ځای په اماراتو کې ترسره شي.
د هند کرکټ ادارې له کرکټ نړيوالې شورا څخه د يوې مياشتې وخت غوښتنه کړې، چې د نړيوال جام د کوربه توب په اړه هم پرېکړه وکړي.
تر دې وړاندې د هند کرکټ کنټرول ادارې دوه سيمې په نظر کې درلودې، چې يوه يې متحده عربي امارات او بل عمان هېواد وو، چې د هند په کوربه توب پکې نړيوال جام ترسره شي.
هند کرکټ ادارې له کرکټ نړيوالې شورا څخه د يوې مياشتې وخت غوښتنه کړې، چې د نړيوال جام د کوربه توب په اړه هم پرېکړه وکړي.
تر دې وړاندې د هند کرکټ کنټرول ادارې دوه سيمې په نظر کې درلودې، چې يوه يې متحده عربي امارات او بل عمان هېواد وو، چې د هند په کوربه توب پکې نړيوال جام ترسره شي.
د کرکټ نړيوالې شورا هم په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې ښايي د ۲۰۲۱ کال شل اوريز نړيوال جام د هند پر ځای په اماراتو او منځني ختيځ په نورو سيمو کې ترسره شي.
د کرکټ نړيوالې شورا هم په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې ښايي د ۲۰۲۱ کال شل اوريز نړيوال جام د هند پر ځای په اماراتو او منځني ختيځ په نورو سيمو کې ترسره شي.
د هند کرکټ کنټرول اداره به پدې اړه چې دا نړیال جام په سريلانکا کې ترسره کړي او که نه، ددغه هېواد له چارواکو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وکړي.
سريلانکا هیواد د هند وستان له لورې دريم انتخاب دی،
چې له متحده عربي اماراتو اماراتو او عمان څخه به وروسته به پکي د نړیوال شل اوریز جام سیالي يې په نظر کې و لري.