هغه افغان لوبغاړي چي د پي ایس ایل پر ځاي انګلستان ته ولاړه.
کریکبال وېبپاڼه / هغه افغان لوبغاړي چې پي ایس ایل پرځای انګلستان ته لاړل.
د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس ایل ځنډېډلې سیالۍ که څه هم ویل کیدی چې دغه سیالۍ به د جون په پنځمه نېټه پيل شي، خو د لوبغاړو او تخنیکې کسانو په وخت ابوظهبي ته نه رسیدل دغه سیالۍ د همدې میاشتې نهمې نېټې ته وځنډول شوې، چې سبا د جون په ۹مه نېټه به پيل شي.
په دغه لیګ کې د نور مشهورو لوبغاړو تر څنګ نهه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خيل، راشد خان ارمان، قیس احمد، نور احمد، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، ظاهر خان پکتین، او مجیب الرحمان د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.
په دغو افغان لوبغاړو کې نبي، قیس احمد او مجیب الرحمان د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې نه لوبيږي، دا ځکه چې دوی د انګلستان په سوداګریز لیګ کې هم اخیستل شوي او هلته له خپلو لوبډلو سره لوبیږي.
دغو افغان لوبغاړو کې نبي، قیس احمد او مجیب الرحمان د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې نه لوبيږي، دا ځکه چې دوی د انګلستان په سوداګریز لیګ کې هم اخیستل شوي او هلته له خپلو لوبډلو سره لوبیږي.
نبي او قیس احمد انګلستان هېواد ته تللې، خو د مجیب الرحمان په اړه تر اوسه معلومات نشته.
پاکستان سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي چې تر اوسه يې څوارلس سیالۍ تر سره شوي.
په دغو سیالیو کې تر دې دمه کراچۍ کینګز لوبډله په لومړې مقام کې قرار لري، یادې لوبډلې په پنځو سیالیو کې درې يې ګټلې دوه يې بایللې د شپږو نمرو په درلودلو سره په لومړې سر کې ده.
د کراچۍ کینګز لوبډلې تر څنګ پیښور زلمي لوبډله د دریو بریاوو په لرلو سره دوهم، اسلام آباد درېیم، لاهور قلندرز څلورم، ملتان سلطان پنځم او کویټه ګلیډیټرز لوبډله په ورستې شپږ ځای کې قرار لري.
کراچۍ کینګز لوبډلې تر څنګ پیښور زلمي لوبډله د دریو بریاوو په لرلو سره دوهم، اسلام آباد درېیم، لاهور قلندرز څلورم، ملتان سلطان پنځم او کویټه ګلیډیټرز لوبډله په ورستې شپږ ځای کې قرار لري.
د یادولو وړ ده چې نن د پاکستان سوپر لیګ سیالیو تر څنګ د انګلستان غوره لیګ سیالۍ هم پیلیږي.