افغان خبریالانو ته دکرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو | خبریال

افغان خبریالانو ته دکرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو

خبریال ویب پاڼه/ په دغه پروګرام کې چې د کرکټ بورډ د غړو لخوا د پروان. کاپیسا او پنجشیر ولایتونو خبریلانو ته په لار اچول شوی وه تر ډیره د کرکټ د مختلفو موضوعاتو.
کرکټ لوبې او همدارنګه د یادې لوبې په ریپورټ را څرخیده.
په یاد روزنیز پروګرام کې د پروان ولایت د مرستیال والي شاولی شاهد.د پروان .کاپیسا او پنجشبر د رسنینزو مرکزونو د ریسانو ترڅنګ د بیلابیلو رسنیو شاوخوا (٤٠) ښځینه او نارینه خبریالانو برخه اخیستې وه
یادو ګډونکوونکو د دغه ډول پروګرامونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه روزنیز پروګرام له برکته به د خپلو ولایتونو د کرکټ په پرمختګ او د یادې لوبې په پوښښ کې رغنده رول ولوبوي او له کرکټ بورډ یې وغوښتل تر څو په هغو ولایتونو کې هم ورته پروګرامونه ترسره کړي چې د کرکټ په اړه پوره معلومات نه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید احمد هوتک د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته په هر اړخیزو مسلکي او تخنیکي برخو رڼا واچوله او د کرکټ بورډ د مشرتابه د لارښوونې سره سم یی په دې ولایتونو کې د ځوانانو او ژورنالستانو لپاره د نورو پلان شویو ورکشاپونو زیری هم ورکړ، نوموړي زیاته کړه، چی د افغانستان کرکټ بورډ به د کرکټ پوهاوي په اړه ورته پروګرامونه د نورو ولایتونو خبریالانو لپاره هم ترسره کړي او دغې لړۍ ته به دوام ورکړي.
که څه هم په افغانستان کې کرکټ د نورو لوبو په پرتله پرمختګ کړی او زیات مینوال لري خو لا تر اوسه د ځینو ولایتونو خلګ د دغې لوبې په اړه پوره معلومات نه لري تر څو په مسلکي ډول دغې لوبې ته ادامه ورکړي
خو په دې وروستیو کې کرکټ بورډ په دې هڅو کې ده چې د کرکټ لمن لا پراخه کړي.
باید یادونه وشي چې د افغانستان کرکټ بورډ د دې روزنیز ورکشاف په پای کې خبریالانو او ګډون کوونکو ته تصدیق پاڼې هم و ویشلې

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ