د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د می میاشتي غوره لوبغاړي جایزی ته نوماند لوبغاړي
کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ د پاکستان حسن علي، د سریلانکا پراوین جایاوېکراما، د بنګله دېش مشفق الرحیم، د کاترین برایس ښځینه لوبغاړې له سکاټلېنډ څخه، له ایرلېنډ ګابي لیویس او ليه پال شاملې دي.
په دې نوماندانو کې هغه لوبغاړي شامل دي، چې درې فارمټونو یا یې هم یو فارمټ لوبو کې ښه وړتیا ښودلې وي.
د کرکټ نړیوالې شورا دا پروسه د مارچ میاشتې راهیسې پیل کړې، چې مارچ کې بونېشور کوما او د افریقا لېزل لي بریالي شوي وو، په اپرېل میاشت کې بابراعظم او د مېچل سټارک ښځه الیسا هیلي غوره بلل شوي وو او اوس یو ځل بیا د شپږ لوبغاړو ترمنځ سیالي پیل شوې ده.
د کرکټ مینوال کولای شي چې د انلاین یا پرلیکه پروسې له لارې د خوښې لوبغاړو ته ووټ یا رایه ورکړي او بریالی یې کړي.
حسن علي
د پاکستان ښي لاسی چټک بالر دی چې د زِمبابوې پر وړاندې دوو ټېسټ لوبو کې یې ۱۴ وېکټې ترلاسه کړي.
په لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې ۹ وېکټې او دویمه کې یې ۵ وېکټې واخیستې.
پراوین جایاوېکراما
کیڼ لاسی سپېن یا څوکه ارتودوکس بالر دی، ده د سریلانکا لپاره پیل وکړ او د بنګله دېش پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې راڅرګند شو.
دی په تېرو ۳۳ کلونو کې یواځینی پیلیز توپ اچوونکی شو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې دوه ځلې پنځه، پنځه وېکټې ترلاسه کړې.
هغه په دې لوبه کې په ۱۷۸ منډو ورکولو سره ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې او غوره توپ اچونه یې وکړه.
مشفق الرحیم
په مې میاشت کې د بنګله دېش دغه وېکټ ساتونکي توپ اچوونکي خپله وړتیا یو ځل بیا وښوده.
په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۸۰ منډې وکړې، د یادې لوبډلې پر وړاندې یې یو ورځنیو لوبو کې هم ښه وړتیا وښوده.
په درېیوو یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۳۷ منډې وکړې، اوسط یې ۷۹ و او ۸۸ اعشاریه ۴۳ یې سټرایک رېټ و.
په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې یې ۱۲۵ منډې وکړې.
ښځینه لوبغاړې
د سکاټلېنډ لوبډلمشره کاترین برایس په مې میاشت کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.
د ایرلېنډ پر وړاندې شل اوریز سیریز کې یې ۹۶ منډې وکړې او پنځه وېکېټې یې هم ترلاسه کړې.
هغه په شل اوریزو لوبو کې له لسم ځای څخه درېیم ځای ته راغله او د یوې غوره ښځینه توپوهونکې په توګه یې ځان ثابت کړ.
ګابي لیویس
د ایرلېنډ دې لوبغاړې د سکاټلېنډ پر وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې ۱۱۶ منډې وکړې.
په دویمه لوبه کې یې ۴۷ او په څلورمه کې یې ۴۹ منډې وکړې.
ليه پال
لیه پال هم د ایرلېنډ لوبغاړې ده.
دې د سکاټلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ کې ۹ وېکټې ترلاسه کړې او د مخکښې وېکټې اخیستونکې لوبغاړې ایوارډ یې واخیست.
په دویمه لوبه کې یې په ۱۶ منډو ورکولو سره ۴ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه وه.