د راشد خان جادوګره توپ اچونه یو ځل بیا يي خپله لوبډله تر بریاي ورسوله
کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان او د نړۍ مشهو لېګ سپېنر ګوګلي توپ اچوونکي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پرمهال بیګا د لیګ پر ۱۷مه لوبه کې د پېښور زلميو لوبډلې خلاف د شل منډو په ورکړې سره پنځه لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان سوپر لیګ د پیا پیلیدو پر مهال د راشد خان دا دوهمه لوبه ده چې د لاهور لوبډلې لپاره یې پکې په پرله پسې ډول بریاوې راوړې.
افغان لوبغاړي راشد خان په دې لوبه کې د پنځو مهمو لوبغاړو په سوځولو سره په تجارتي لیګونو کې د خپل کیریر په زړه پورې توپ اچونه وکړه.
په دغې لوبه کې د پېښور زلمیو لوبډلې پچه وګټله،خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، لاهور لوبډلې بیا په ټاکلو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د پېښور زلمو لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه .
په توپ وهنه کې د لاهور لوبډلې لپاره بین ډنک ۴۸ منډې او ټیم ډیویډ بیا ۶۴ چټکې منډې وکړې چې په وروستیو اورونو کې پرله پسې شپږیزې د ستایلو وې.
همداراز د لاهور لوبډلې لپاره نن راشد خان یوازې په اووه توپونو باندې ۸ منډې وکړې او بولډ اوټ شو.
په دوهمه پاڼۍ کې د پېښور زلمیو لوبډله د شعیب ملک د ښې توپ وهنې سره هم د لوبې په ګټلو بریالي نه شول او په شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې چې لوبه یې پر لس منډو بایلوده.
د پېښور لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب ملکر۷۳ منډې وکړې چې په مهم وخت کې وسوځېد، همداراز ډیویډ میلر ۲۱ او اومید اصف بیا ۲۳ منډې وکړې.
د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د تل په څیر راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۰منډې ورکړې یو یې میډن کړ او پنځه مهم لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بیا هم راشد خان ترلاسه کړه، د لاهور لپاره دا دویمه لوبه ده چې راشد بې ورته په بریا پای ته رسوي.
راشد خان وړمه ورځ هم د لاهور لوبډلې لپاره چټکې ۱۵ منډې وکړې او هم یې د نهه منډو په ورکړې سره یو لوبغاړی له مخې پورته کړ چې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړې وه.