نن د پاکستان سوپر لیګ کې یوه لوبه ترسره کیږي | خبریال

نن د پاکستان سوپر لیګ کې یوه لوبه ترسره کیږي

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو شپږم پړاو په دوام نن په یاد لیګ کې یوه لوبه ترسره کیږي.

پاکستان غوره لیګ کې نن یوه سیالۍ تر سره کيږي،چې یو افغان لوبغاړی پکې لوبیږي

د پاکستان غوره لیګ پي ايس ایل سیالۍ چې د کرونا وبا له امله ځنډیدلې وې، تیره ورځ د جون په ۹مه نېټه د لاهور قلندرز او اسلام آباد لوبډلو په لوبې سره پیل شوې.

دا د یاد لیګ ۱۵مه لوبه وه، چې د راشد اړوند لاهور قلندرز لوبډلې اسلام آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه، کله چې د یاد لیګ  ۱۶مه لوبه تر سره شوه، ملتان سلطان لوبډلې د دولس منډو په توپیر کراچۍ کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د یاد لیګ ۱۷مه لوبه چې د جون په لسمه نېټه ماسختن اته نیمې بجې تر سره شوه، لاهور قلندرز لوبډلې د راشد خان د پنځو ویکټو پر مټ پیښور زلمي لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یاد لیګ کې يې د پنځمې بریا تر څنګ لومړی مقام خپل کړ.

په پي ایس ایل سیالیو کې د راشد اړوند لوبډله د پنځو بریاوو په تر لاسه کولو سره لومړی، د نجیب الله ځدراڼ اړوند کراچۍ کینګز لوبډله د درېو بریاوو په درلودلو سره دوهم، اسلام اباد درېیم، پیښور زلمي لوبډله څلورم، د رحمان الله ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله پنځم او کویټه لوبډله بیا په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې نن ماسختن د افغانستان په وخت اته نیمې بجې په ۱۸مه لوبه کې د ظاهر خان پکتین اړوند کویټه ګلیډیټرز لوبډله د اسلام اباد لوبډلې پر وړاندې سیالۍ تر سره کوي.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لاهور قلندرز د ١٠ نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې کراچي کیګنز بیا د شپږو نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې پیشاور زلمي لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې اسلام اباد یونایتید لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ملتان سلطانز لوبډله بیا د دوو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې ده.

په وروستي یعني شپږم مقام کې بیا کویټه لوبډله ده چي کویټه لوبډله بیا دوه نمري لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ