د ټیسټ لوبو تازه اعلان شوي درجه بندي
خبریال وېبپاڼه/ د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یوازي یو بدلون راغلی.
د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي کوینټن ډیکوک ته په یاده درجه بندي کې د نړۍ په مخکښو لسو لوبغاړو کې ځای ورکړل شوی.
په یاده درجه بندۍ په لومړۍ ځای کې سټیو سمیت، دویهم ځای کین ویلمسن، درېیم ځای کې لبیسچینج، څلورم ځای کې ویراټ کوهلي، پنځم ځای کې جیو روټ، شپږم ځای کې روهیت شرما، اووم ځای کې ریشپ پنټ، اتم ځای کې هینري نیکولاس، نهم ځای کې ډیویډ وارنر او لسم ځای کې بیا کوینټن ډیکوک شتون لري.
په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې اعلان شوې درجه بندي
لومړي: سټیو سمیت چي اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۸۹۱ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
دوهم: کین ویلمسن چي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیږي. نوموړي د ۸۸۶ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
دریم: لبیسچېنج چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیږي. نوموړي د ۸۷۸ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
څلورم: ویراټ کوهلي چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي ۸۱۴ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
پنځم: جیو روټ چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي هم د ۷۹۷ نمرې په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
شپږم : روهیت شرما د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. د ۷۴۷ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
اووم: ریشپ پنټ چي دا هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. د ۷۴۷ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
اتم: هینري نیکولاس د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې لپاره لوبیږي. د ۷۳۲ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
نهم : ډیویډ وارنر چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لپاره لوبیږي. د ۷۲۴ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
لسم: کوینټن ډیکوک چي د سویلي افریقا لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. د ۷۱۷ نمرو په اخیستو سره دوه قدمه پرمختګ یې کړی.او د دولسم مقام څخه لسم ته رسیدلي دي.