یو ځل بیا افغان لوبغاړي ښه وځلیدل او لوبډلو يي بریا ترلاسه کړه | خبریال

یو ځل بیا افغان لوبغاړي ښه وځلیدل او لوبډلو يي بریا ترلاسه کړه

خبریال وېبپاڼه / له نبي وروسته قیس او نوین هم ښه وځلیدل، او بریاوې يې تر لاسه کړې.

د انګلستان په کورني ویټالیټي سیالیو کې بېګا یو ځل بیا اته سیالۍ تر سره شوي، چې درې افغان لوبغاړي قیس احمد، نوین الحق او محمد نبي له بېلابېلو لوبډلو سره ولوبیدل.

درې واړه افغان لوبغاړي ښه وځلیدل او لوبډلو يې بریاوې هم تر لاسه کړې.

نبي د خپلې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د درې څلوریزو پر مټ په ۱۹ توپونو باندې ۲۷* ناسوځېدلې منډې تر لاسه کړې، او د ده تر څنګ يې بیا په توپ اچونه کې په څلور اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې، خو په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو.

تیز افغان توپ اچونکی نوین الحق چې په یاد لیګ کې یو مخکښ توپ اچونکی شمیرل کیږي، نوموړي په څلور اورونو کې د ۳۴ منډو په بدل کې یوه ویکټ تر لاسه کړه او خپله لیسسټر شآیر لوبډله يې بریا ته ورسوله.

قیس احمد د خپلې کېنټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ۷ منډې تر لاسه کړې، خو په توپ اچونه کې ورته نوبت ونه رسید، دا ځکه چې د لوبې په منځ کې باران وشو، نو له همدې امله قیس ته د توپ اچونې نوبت ونه رسید، خو لوبه د لوبڅارانو له لوري د DL میتود له مخې د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډلې ته ورکړل شوه.

قیس احمد د خپلې کېنټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ۷ منډې تر لاسه کړې، خو په توپ اچونه کې ورته نوبت ونه رسید، دا ځکه چې د لوبې په منځ کې باران وشو، نو له همدې امله قیس ته د توپ اچونې نوبت ونه رسید، خو لوبه د لوبڅارانو له لوري د DL میتود له مخې د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډلې ته ورکړل شوه.

یاده دې وي چې په یاد لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي قیس احمد، محمد نبي، نوین الحق، مجیب الرحمان او راشد خان اخیستل شوي.

راشد چې د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې بوخت ؤ نو له همدې امله یاد هېواد ته نه دی تللی، ویل کیږي چې راشد به ډیر ژر یاد هېواد ته لاړ شي او له خپلې لوبډلې سره به یو ځای شي، خو پاتې نور افغان لوبغاړي یاد هېواد ته تللي او له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ