اولس هیوادونو يي د کوربه توب وړاندیز کړی
خبریال وېبپاڼه / اولس هیوادونو د ICC د راتلونکو ایوینټونو د کوربه توب وړاندیز کړی.
د کرکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې له غړو هیوادونو څخه غوښتي وه چې د ۲۰۲۴م څخه تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د اته کیدونکو ایوینټونو د کوربه توب لپاره خپلې طرحې ور وسپاري.
یادو اتو ایونیټونو کې دوه پنځوس اوریز نړیوال جامونه، څلور د شل اوریزه لوبو جامونه او دوه چمپینز ټرافي شاملې دي چې کرکټ نړیوالې شورا یې د غړو هیوادونو څخه په جلا او له نورو هیوادونو سره په ګډه د کوربه توب د طرحو غوښتنه کړې وه.
آسترالیا، هند، پاکستان، بنګله دیش، انګلینډ، آیرلینډ، مالیزیا، نمیبیا، نیوزلینډ، عمان، سکاټلینډ، سویلي افریقا، سرېلانکا، ویسټ انډيز، آمریکا، متحده عربي امارات او زیمبابوې هغه هیوادونه دي چې د کرکټ نړیوالې شورا ته یې د راتلونکو ایونټونو د کوربه توب لومړنۍ طرحې سپارلي دي.
په دې تړاو د آي سي سي سرپرست اجرائیه رئیس الرډیس وايي “مونږ د هغه ځواب له امله چې د راتلونکو ایونټونو د کوربه توب په اړه مو د خپلو غړو هیوادونو څخه ترلاسه کړ ډیر خوښ یو، دا پروسه له مونږ سره مرسته کوي چې د کوربه هیوادونو شمیر په زیاتیدو سره په نړیواله کچه د کرکټ لوبه لا وغوړو او مینه وال یې لا زیات کړو”.
الرډیس دغه راز وايي چې اوس به د طرحو د ور سپارلو دوهم پړاو پیلیږي چې پکې به غړي هیوادونه په جزیاتو سره خپلې طرحې د کرکټ نړیوالې شورا ته سپاري تر څو یې له مخې د کال په وروستیو کې یاده شورا په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
د یادولو ده چې د کرکټ نړیواله شورا پلان لري ترڅو د ټیسټ اتلولیو د پایلوبې، د ښځینه کرکټ د ایونټونو او د نولس کلونو د نړیوالو جامونو سایکل به د روان کال په وروستیو کې د یوې جلا پروسې له مخې مشخص کړي.