وقار يونس: د محمد عامر ملي لوبډلې ته بيرته راتګ د هغه په کورنيو لوبو کې د ځليدو پورې تړلی دی.
خبریال وېبپاڼه / وقار یونس د محمدعامر بیا راتګ ته شرط کیښود.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د بالینګ روزونکي وقار يونس ويلي چې د چپ لاسي تېز بالر محمد عامر ملي لوبډلې ته بيرته ورتګ د هغه په کورنيو لوبو کې د ځليدو پورې تړلی دی.
محمد عامر تير ميلادي کال ډېسمبر مياشت کې د لوبډلې د منجمنټ غړو سره د اختلاف له امله د هر ډول نړيوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ، خو عامر تېره مياشت خبر ورکړ چې د پاکستان کرکټ بورډ د اجرائيه رئيس وسيم خان ورسره د هغه په کور کې خبري کړي، د رامنځته شويو مشکلاتو د حل ډاډ یې ورکړی او دی هم غواړي د تقاعد له پريکړې بېرته په شا شي.
وقار يونس وايي ” بې له شکه عامر يو ښه کريکټر دی، خو که هغه غواړي چې بيرته لوبډلې ته راشي، هغه بايد لومړی سليکټرانو ته خپله کارکردګي ښکاره کړي، دا د پاکستان کرکټ دی، نه زما او ستا، ته به لومړی ځان جوړوي او بيا به د خپل هېواد په نمايندګۍ لوبيږي”.
وقار يونس زياتوي چې دی د وسیم خان او عامر له ناستې هيڅ خبر نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې محمد عامر تازه د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو لوبو کې ښه ونه ځليده او پخپلو ترسره کړيو ۱۱ لوبو کې يې ۶۹٫۸۰ اوسط سره يې يوازې پنځه ويکټي واخيستي.
د وقار يونس په خبره که چېرته عامر غواړي بيرته د لوبډلې برخه شي نو هغه بايد لومړی په کورنيو لوبو کې خپل ځان ښکاره کړي ترڅو وليدل شي چې په لوبډله کې د لوبیدو وړ دی يا نه.