ګنګولي:که ٢٠ اوریز نړیوال جام لغوه شي د کرکټ لپاره ستر تاوان وي | خبریال

ګنګولي:که ٢٠ اوریز نړیوال جام لغوه شي د کرکټ لپاره ستر تاوان وي

خبریال وېبپاڼه / ګنګولي: که دا ځلې بیا هم د کرونا له کبله نړیوال جام لغوه شي،د کرکټ لپاره به ستر زیان وي.

کرونا ویروس نه یوازې چې نړۍ یې له یوه ستر ناورین سره مخ کړې،بلکې سپورټ برخې ته په ځانګړي توګه کرکټ ته یې هم ستره ضربه رسولې.

تیر ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام چې په پام کې وو اسټرالیا هیواد کې به ترسره شوی وای،د همدغه کرونا وژونکي ویروس له کبله لغوه شو.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کوربتوب امتیاز چې له هندوستان سره وو او ټاکل شوي وه چې په هند خاوره کې به ترسره شوی وای،خو د ویروس له کبله اماراتو هیواد ته انتقال شو.

اوس د هند کرکټ بورډ مشر ساراف ګنګولي وایي،که دا ځلې بیا هم د کرونا له کبله نړیوال شل اوریز جام له ساونزو سره مخ شي،دا به د کرکټ د لوبو لپاره یو ستر زیان وي.

“دا ډیر استثنایي حالت وو چې تیر نړیوال جام لغوه شو.که چیرې دا ځلې بیا هم د کرونا له کبله لغوه شي،دا به د کرکټ د لوبې لپاره ستره ضربه وي.له همدې کبله خو مونږ غواړو چې په یوه خوندي ځای کې ترسره شي.”

په ورته وخت ګنګولي زیاته کړه،بله چاره نشته مجبور یو چې کرکټ لوبې د بندو دراوزو تر شا ترسره کړو.

” د کویډ-۱۹ بله لاره نشته او اړ یو چې د تړلو دروازو په مخ یې ترسره کړو.هندوستان اوس په انګلستان کې لوبې کوي.بیا ای پي ایل دی او له هغې وروسته نړیوال جام دی.کرکټ به نه دریږي او همداسې به دوام لري.”

” د کویډ-۱۹ بله لاره نشته او اړ یو چې د تړلو دروازو په مخ یې ترسره کړو.هندوستان اوس په انګلستان کې لوبې کوي.بیا ای پي ایل دی او له هغې وروسته نړیوال جام دی.کرکټ به نه دریږي او همداسې به دوام لري.”

ټاکل شوي چې نړیوال شل اوریز جام به د اکتوبر په اوولسمه نېټه د ای پي ایل د پای ته رسیدو درې ورځې وروسته د عربي اماراتو او عمان په کوربتوب ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ