وهاب رياض له لندنه بېرته پاکستان ته شړل شوي | خبریال

وهاب رياض له لندنه بېرته پاکستان ته شړل شوي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان فاسټ بالر وهاب رياض چې د انګلینډ په سل باليز کرکټ ليګ کې د ګډون لپاره لندن ته رسیدلی، بېرته پاکستان ته شړل کيږي.

د یو شمیر راپورونو له مخې نوموړی په غلطه ويزه انګلستان ته تللی او اوس اړ دی چې پاکستان ته ستون شي تر څو د ويزې ستونزه حل کړي.

وهاب رياض ډاډمن دی چې د ويزې ستونزه به يې زر حل شي او نوموړی به وکولی شي د سل باليز کرکټ ليګ لومړي پړاو کې پخپل وخت ګډون وکړي.

سل باليز کرکټ ليګ د کرکټ نوې بڼه ده چې سږکال يې لومړی پړاو د جولای مياشتې په يوويشتمه نېټه د انګلستان کرکټ بورډ په نوښت پيليږي.

تمه ده چې يادو سياليو کې به د افغانستان څلور لوبغاړي قيس احمد، راشد خان، مجيب الرحمن او محمدنبي هم ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ