په بلاسټ سیالیو کي تیره شپه افغان لوبغاړو غوره توپ اچونه ترسره کړي | خبریال

په بلاسټ سیالیو کي تیره شپه افغان لوبغاړو غوره توپ اچونه ترسره کړي

خبریال وېبپاڼه / محمد نبي او مجیب الرخمن د خپلو لوبډلو لپاره په بلاسټ سیالیو کي غوره توپ اچونه ترسره کړه.

تېره شپه څلور افغان لوبغاړي، محمدنبي، راشد خان، مجيب الرحمن او نوين الحق په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې ولوبيدل.

محمد نبي د خپلې لوبډلې لپاره په بالينګ کې څلور اورونه وکړل ۲۳ منډې يې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. نبي په توپ‌وهنه کې ۷ بالونه ولوبول او يوازې اته منډې يې وکړې.

مجيب الرحمن د خپلې لوبډلې لپاره بهترین بالينګ وکړ او لوبډله یې وتوانيده چې بريا خپله کړي. هغه په څلورو کړو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول.

راشد د لومړۍ لوبې خلاف دا ځل ښه توپ اچونه وکړه او څلورو اورونو کې یې ۲۶ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوځاوه، هغه توپ وهنه کې يوازې يو بال ولوبوه او د څلوريزې په وهلو يې لوبه وګټله.

نوين الحق يو ځل بيا د خپلې لوبډلې لپاره ښه بالينګ وکړ، هغه په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. نوين په ټولو ۱۴ کړو لوبو کې ۲۶ ويکټې اخيستي او تر دې مهاله د ټورنمنټ تر ټولو غوره بالر دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ