د راهول ډراوېډ فیصله د هند د بريا لامل وکرځید | خبریال

د راهول ډراوېډ فیصله د هند د بريا لامل وکرځید

خبریال وېبپاڼه / د راهول ډراوېډ پريکړه چې د هند د بريا سبب شوه.

تېره ورځ د هند او سرېلانکا ترمنځ د درې يوورځنيو لوبو د سيريز دوهمه لوبه وشوه چې پکې هند د ډيپک چاهار په ښکلې لوبې بريا خپله کړه.

د سرېلانکا د ۲۷۵ منډو په ځواب کې هند ښه پيل نه درلود او پريتوي شا ژر وسوځيد، له هغه وروسته ایشان کيشن او کپتان شېکردوان هم ښه لوبه ونه شوه کړای.

هند داسې داسې مهال خپل اوم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ چې ګټې ته یې لا ۸۳ منډې پاتې وې خو آلراونډر ډيپک چاهار د لوبې تر پايه ودريد او خپله لوبډله یې بريا ته ورسوله.

له لوبې وروسته مرستيال کپتان بونيشور کمار وويل چې له نوموړي څخه د ډيپک چاهار مخکې توپ‌وهنې ته ښکته کېدل د راهول ډراوېډ پريکړه وه، د کومې پريکړې له امله چې هند د سرېلانکا په وړاندې ريکارډ درې‌نويمه يوورځنۍ لوبه وګټله.

“له ما څخه مخکې د ډيپک چاهار توپ‌وهنې ته د ښکته کيدو پريکړه د راهول ډراوېډ وه، هغه پوهيده چې ډيپک ښه توپ‌وهنه کولی شي ځکه له وړاندې دواړو يو ځای سفرونه سره کړي دي”.

بونيشور کمار وايي چې موخه يې دا وه تر څو تر اخره په ويکټ ودريږي او دا يوازينۍ لاره وه چې دوی کولی شول د ۲۷۶ منډو هدف پوره کړي.

د شېکردوان په کپتانۍ د هند يوه ملي لوبډله د سرېلانکا سره د يوورځنيو لوبو د سيريز له وروستۍ لوبې وروسته درې شل اوریزه لوبې لري او په عينې حال کې د ويرات کوهلي په کپتانۍ د هند بله ملي لوبډله انګلينډ کې د کوربه هيواد په وړاندې ټیسټ سیالیو ته په چمتووالي بوخت ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ