شپږیزه لیګ:کابل بازان د مس عینک په وړاندې! | خبریال

شپږیزه لیګ:کابل بازان د مس عینک په وړاندې!

کریکبال وېبپاڼه- د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالۍ چې د سپټمبر په شپږمه نېټه پيل شوي وې،نن یې وروستۍ پایلوبه د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

دواړه لوبډلې پخپل قطار کې پياوړي لوبغاړي له ځان سره لري او اټکل نشي کیدلی چې کومه لوبډله به ددې سيالیو اتلوالي خپله کړي.

په ټوله کې د شپږیزې لیګ د پيل څخه تردې وخت دواړه لوبډلې څلور ځلې یو له بل سره مخ شوي دي،چې دوه ځلې کابل بازانو او دوه ځلې مس عینک بریاوې خپلې کړي دي.

مس عینک لوبډله له ځان سره شهزاد،حشمت،بهار،شاهد،نور احمد او نور پیاوړي لوبغاړي له ځان سره لري،له بلې خوا کابل بازان بیا ګربز،عظمت،نورعلي او نور پیاوړي لوبغاړي له ځان سره لري.

د کابل بازانو لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز وایی،د پایلوبې لپاره یې لوبډله بشپړه چمتو ده.د نوموړي په وینا هڅه به وکړي چې پخپلې کپتانۍ کې د کابل بازانو لوبډلې لپاره د اتلوالۍ جام وګټي.

کابل بازانو په روانو ترسره کړل شوو شپږیزه لیګ سیالیو کې تردې مهاله پنځه لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او یوه یې بایللي ده.له بلې خوا مس عینک بیا په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

کابل بازانو لوبډلې هڅه به دا وي چې شهزاد او حشمت له مخې ژر پورته کړي او د مس عینک هڅه به دا وي چې ګربز او عظمت له مخې پورته کړي.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به ننۍ پایلوبه د ماسپيښين په یوه بجه ترسره شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ