راشدخان:نړیوال شل اوریز جام ګټل به زمونږ لپاره یو خوب وي | خبریال

راشدخان:نړیوال شل اوریز جام ګټل به زمونږ لپاره یو خوب وي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الروانډر راشدخان له هندي اف سپنر ریوي چندران اشوان سره د یوټیوب چېنل له لارې په خبرو کې وویل،د دوی ستر ارمان د نړیوال شل اوریز جام ګټل دي.

نوموړي وویل،افغانستان په درې واړو څانګو کې ښه بااستعداده لوبغاړي لري او نړیوال شل اوریز جام ګټل به د دوی لپاره د یو خوب په څیر وي.

((د ټولو خلکو یو دا ارمان وو او دعاګانې به یې کولې چې افغانستان پول میمبر شيپ غړیتوب ترلاسه کړي او له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي او اوس د ټولو هیوادولو دا یو ارمان او خوب دی چې افغانستان د نړیوال شل اوریز اتلوالي خپله کړي.))

(( زما په فکر اوس به تر ټولو ستره لاسته راوړنه هغه دا وي چې شل اوریز جام وګټو.مونږ ښه سپنران، بیټسمینان او ښه فاسټ بالران له ځان سره لرو او یوازې باور ته اړتیا ده چې مونږ وکولی شو اتلوالي خپله کړو.))

(( ټیسټ کرکټ زمونږ لپاره یوه تجربه وه،ځکه چې مونږ د سترو لوبډلو په وړاندې زیاتې ټیسټ لوبې ندي ترسره کړې.))

راشدخان زیاته کړه،پدې به ډیر خوښ شي چې یو داسې څوک شي،چې د ځوانو لوبغاړو سره په لوبو او پلان کې مرسته وکړي او د ځوانو لوبغاړو ژوند ور بدل کړي.

(( ډیر د خوښۍ احساس به وکړم،چې یو داسې څوک شم چې د ځوانو لوبغاړو د ژوند بدلولو، د لوبو لپاره پلان جوړولو، ذهنیت بدلولو او هغه شان چې دوی یې غواړي راتلوونکي کې واوسي،مرسته او همکاري وکړم.))

راشدخان وویل،پدې هم ویاړي چې اوس یو داسې څوک شوی دی چې هر ځوان د هغه لوبې څاري او غواړي چې د هغه په څیر واوسي او د دوی ذهنیت یې بدل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې راشدخان د افغانستان لپاره په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ ویکټې اخیستي دي او ۴۸ شل اوریزو لوبو کې یې بیا ۸۹ ویکټې اخیستي دي.

اوسمهال راشدخان او ورسره محمد نبي عیسی خېل په عربي متحده اماراتو کې دي او د شپږو ورځو د قرنطین مودې تیرولو وروسته به د ای پي ایل سیالیو لپاره د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره یو ځای شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ