مس عینک لوبډلې هم د شپږیزه لیګ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

مس عینک لوبډلې هم د شپږیزه لیګ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ پایلوبې ته د وتلو په مهه سيالۍ کې مس عینک لوبډلې وکولی شول چې په پنځو ویکټو بند امیر ته ماتي ورکړي.

بند امیر لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او د ۱۷۹ منډو هدف یې مقابلې لوبډلې ته ورکړ.

د بند امیر لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.نوموړي په ۴۹ توپونو د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته (۶۴) منډې جوړې کړې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې بیا حضرت الله ځاځي (۵)،اصغر افغان (۲۳)،شراف الدين اشرف (۱۲) او میرویس اشرف (۲۲) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ (۲-۲)،ابراهیم او عبدالرحمن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د مس عینک لخوا په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د مس عینک لخوا په توپ وهنه کې بهار شینواري (۴۷)،حشمت الله شهیدي (۲۲)،غمي ځدراڼ (۱۹)،افسر ځاځي (۳۵) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې او همدشان شاهد الله کمال (۴۲) منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښامارانو لخوا په توپ اچونه کې شرف الدین،وفادار مومند او وقار سلام خېل یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې سبا به د اووم پړاو شپږیزه لیګ سيالیو په پایلوبه کې کابل بازان له مس عینک لوبډلې سره مخ شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ